د نیویارک ټایمز په یو راپور کې راغلي ـــــــ چې د پاکستان په ستر کاروباري ښار کراچۍ کې وسله والو طالبانو خپلې هلې ځلې تندې کړي دي، د کاروباري خلکو نه په زور پېسې اخلي، د پولیو پر ضد په کارکونکو او پولسو بریدونه کوي او په ځني سیمو کې يې خپل عدالتونه هم جوړ کړی دی.
ورځپاڼه لیکي، په کراچۍ کې د وسله والو ټولګو څه کمې نه وو ولې طالب وسله وال له دې کبله مختلف دي چې ددوي ایجنډا ډیره پراخه ده او دوي غواړي چې د پاکستان ریاست راونړوي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په دغه ښار کې د وسله والو طالبانو هلې ځلې د پاکستان د قبایلي سیمو نه طالب مشران قابو کوي.
طالبانو د وړاندې نه په عوامي نیشنل ګوند د بریدونو له لارې د کراچۍ د سیاسي توازن شکل بدل کړې دي . د پښتون ملت پاله ګوند کارکونکي يې د ښار نه په بهر وتو مجبوره کړي او په دفترونو یې ورته بریدونه کړي.
نیویارک ټایمز د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې د مشر شاهي سید له خولې لیکي چې د طالبانو د ټولو نه ړومبې دښمن د هغه ګوند دی او طالبانو د هغه د ګوند دفترونه سیځلي، بیرغونه يي ورته شلولي او کارکونکي يې ورته وژلي دي.
ورځپانه لیکي د تیرو شپږو میاشتو نه د ښار د پښتون مېشته سیمو په کوڅو کې د طالبانو هلې ځلې ډېرې شوي دي او څو میاشتې وړاندې يې د ښار په منګوپیر سیمه کې د پولیسو په یوه تاڼه په برید کې شپږ پولیسان وژلي دي.
د متحده قامي مومنټ یو غړي ورځپاڼې ته ویلي چې د وسله والو طالبانو د دړکو له کبله هغه د تیرو څو میاشتو نه خپلې سیمې ته هم نه شي تللی.
نیویارک ټایمز د امنیتي چارو د یو کارپوه اکرام سهګل له خولې لیکلي چې پولیسو او استخباراتي ادارې د طالبانو په اړه ډېر ښه معلومات لري او هغه فکر نه کوي چې طالبان به کراچۍ د اور لمبو ته واچوي ځکه چې هغوي ته معلومه ده چې د امنیتي ادارو له خوا ددغه کار ردعمل به څه وي.