پاکستان کې سیاسي ګوندونه انتخاباتو کې ستونزي لري

د بلوچستان نشنل پارټۍ مشران وايي چې دوی د صوبې په بلوڅ مېشتو سیمو کې د راتلونکو انتخاباتو له پاره هلې ځلې نه شي کولای.


د یاد ګوند ځای ناستې مشر ډاکټر جهانزیب جمالدیني د پنجشنبې پر ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، چې په بلوچستان کې ځينې ډلې نه غواړي چې د دوی ګوند په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د صوبې په بلوڅ مېشتو سیمو کې ډېری بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو سیاسي ګوندونو ته اختار ورکړی چې که د راتلونکو ټاکنو له پاره یې هر ډول هلې ځلې وکړې نو و به وژل شي.

هلته ته د پاکستاني پوځ له خوا په خپرې شوې يوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني د پنجشنبې پر ورځ کوټې ته تللی او هلته یې د ګورنر او وزیراعلی په ګډون نورو لوړپوړو چارواکو ته ویلي چې پوځ به له درغلیو د پاکو ټاکنو له پاره دوی سره سمې هلې ځلې کوي.