کراچۍ کې انتخاباتي منډې ترړې

ظفر کریمي

په کراچۍ ښار کې د راتلونکو ټاکنو ته د تیارۍ لپاره یو شمیر ګوندونو ټاکنیز کمپینونو شورو کړي دي. د پاکستان تحریک انصاف د سند صوبې ویاند دواخان صابر مشال ریډیو ته وویل چې د دوی د ګوند لخوا د ښار په بیلا بیلو برخو کې د ټاکنو لپاره کمپیین په تیزۍ سره دوام لري.


((موږ ته هیڅوک دړکې نه راکوي . زموږ انتخاباتي مهم په مرکزي او صوبایي او د حلقو په سطحه روان دی . زموږ مقابله په تېر حکومت کې د شاملو ګوندونو سره ده . او زه چې له کومې حلقې نه امیدوار یم هلته مې مقابله له عوامي نیشنل پارټۍ سره ده ))

د جمعیت علما اسلام ف د کراچۍ ډویژن مشر قاري عثمان وایي، د دوی د ګوند پلویانو هم د تېر په څېر خپل انتخاباتي کمپین چلول شورو کړی دی . دی زیاتوي، چې د کراچۍ ښار په ګډون یې د پاکستان په یو شمیر برخو کې ټاکنیزې هلې ځلې پیل کړي دي .

بلخوا د کیڼ اړخو ګوندونو چارواکي وایي دوی ته د وسله والو طالبانو لخوا ګواښونه ورکړل شوي او ددوي یو شمیر مشران هم په نښه شوي دي . د عوامي نیشنل ګوند مرکزي لیبرسیکرټري راناګل افریدي مشال ریډیو ته د نهې په ماښام ویلي له کله راهیسې چې د ټاکنو نیټه اعلان شوې د دوی د ګوند درې چارواکي د کراچۍ ښار په مختلفو برخو کې په نښه شوي دي.

((طالبان وایي، چې جمهوریت د اسلام په ضد نظام ګڼي خو عجیبه خبره دا ده چې د دغه نظام د لاندې په انتخاباتو کې برخه اخیستونکو نورو ګوندونو ته هغوی هېڅ نه وایي ، یوازې د عوامي نیشنل پارټۍ ، ایم کیو ایم او پیپلز پارټۍ جلسې په نښه کوي. دا تفریق ولې دی ؟ د دې مطلب خو دا راوځي چې دوی د دغو ګوندونو په اقتدار کې د راوستو لپاره کمپین چلوي او د دغو دریو پارټیو د انتخاباتو نه د لېرې کولو کوشش کوي ))

په دې ورستیو د وسله والو طالبانو لخوا د پیپلز ګوند، ایم کیو ایم او عوامي نیشنل ګوند په انتخاباتي جلسو د حملو کولو ګواښونه کړي دي خو تراوسه په کراچې کې د دغو ګواښونو تر ټولو زیات زیان عوامي نیشنل ګوند ته اوښتی دی . د دغه ګوند چارواکي وایي په دې ورستیو کې ددوي د ۳۰ څه زیات عهدیداران وژل شوي او په لسګونو دفترونه یې په کراچۍ ښار کې بند شوي دي .

ددې ترڅنګ د ایم کیو ایم ګوند مشران ادعا کوي چې دوی د تېر په څېر په خلاص مټ خپلې انتخاباتي هلې ځلې مخ په وړاندې نشي بیولې . د یاد ګوند چارواکي رضا هارون په دې اړه مشال ریډیو ته وایي:

((که یو څو ګوندونو ته د ټاکنیز کمپین د چلولو اجازه نه وي او پاتی نورو ګوندونو ته وي، نو بیا موږ دې ته پاکې او سوتره ټاکنې څنګه ویلي شو؟ دا ریاست زمه واري ده چې ټولو ګوندونو ته د ټاکنیز کمپاین لپاره یو شان ماحول برابر کړي))

د پیپلز ګوند چارواکي وایي که څه هم دوی ته د ځینو وسله والو ډلو لخوا ګواښونه کیږي خو دوي ټاکنیز کمپین د پخوا په څېر چلوي او په دې لړ کې له هیچا ویره نه محسوسوي .