فرهاد شینواری
د خېبر اجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا کې د وسلوالو ډلو ترمنځ له نښتو او بیا د پوځی عملیاتو د پیلېدو له امله په زرګونه خلک له سیمې وتلي دي.
د قبایلی سیمو د قدرتي آفتونو سمبالولو ادارې (ایف ډي ایم اي) په وینا تر اوسه له تیرا خواوشا پنځوس زره کسان بې کوره شوي دي، چې څه باندې شپږ زره کورنۍ جوړیږي. د دوی په خبره په دې کې لس زره سړي، پینځه لس نیم زره ښځې او دووه ویشت زره ماشومان شامل دي.
د دوی په وینا یو شمیر کورنۍ په کې د کرمې ایجنسۍ دراني پنډغالي (کېمپ) ته کډه شوې او دا نورې یې پیښور ته تللي دي،او کیدای شي دغه شمیره نوره هم زیاته شي.
یوه بې کوره شوي تن عبدالرحمان اپریدي مشال ریډيو ته وویل: (( له موږه خپل ډک کورونه او هر څه پاته شول، کورونه مو وسوځېدل، د خپلې حیا ساتلو لپاره مو سیمه پرېښوده، بچي مو درپه در شول او اوس دلته په پیښور کې له یو شمیر ستونځو سره مخامخ یو، چارواکو ته پکار ده چې زموږ مرسته وکړي))
د تیرا سیمې یو بل اوسیدونکی فضل ربي وايي، ((په میدان کې ځايي خلک ووژل شول، موږ خپل کورونه پرېښودل او دوه ورځې مو پیدل مزل وکړ، په لارو کې راباندې باران او ږلۍ وشوه، او بیا پیښور ته راورسیدو، اوس دې چارواکي زموږ د رجسټریشن بندوبست وکړي، سرپناه او راشن دې راکړي))
یاده دې وي چې په دا وروستیو کې د خېبر په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام ترمنځه په خونړیو نښتو کې په لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. ولسی وګړو ته هم په کې زیانونه اوښتي دي او د ځايي خلکو په لسګونه کورونه په کې سوځول شوي دي.
د تیرا میدان سیمه اوس د طالبانو په ولکه کې ده، خو له تېرې یوې اونۍ راهیسې په کې پوځ او ملیشا ځواکونو د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دی او یو بل ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده،او پوځ غواړی چې د تیرا واک بیرته په خپل لاس کې واخلي.