په ماشکیل کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سې شنبې په ماځيګر د ایران په شمول په پاکستان، افغانستان او شاوخوا ګاونډيو هیوادونو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي، چې د ایران پر پوله پرته د بلوچستان په ماشکېل سیمه کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.


د بلوچستان صوبې چارواکي وايي، سيمې ته يې امدادي ډلې، درمل، خوراکي او نور ضروري توکي استولي، او مرستندويه ډلو کارونه پېل کړي دي.

د قدرتي آفتونو سمبالولو ادارې مشر طاهر منیر مشال راډيو ته وویل د لومړنیو رپوټونو له مخې تر سل زیات کورونه نړېدلي، او لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

((د لومړنيو مالوماتو له مخې هلته له څلورویشتو بیا تر دېرشو کسان وژل شوي او له يونیم نه تر دوه سوو ټپیان شوي دي.

له دې سره تر سلو پورې کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.

تر زلزلې سمدستي وروسته موږ هم ماشکېل سیمې ته خیمې، د خوراک څښاک او نور ضروري توکي واستول.))

د طاهر منیر په خبره دوی ته رسېدلي رپوټونه وايي، د زلزلې شدت بېخي زیات وو، او وېره څرګندېږي، چې د وژل شويو او ټپيانو شمېر تردې زیات شي.

که څه هم طاهر منیر د دېرشو تنو د وژل کېدو تاييد وکړ، خو د ملیشه ځواکونو ميجر عتیق منهاس فرانس پریس خبري اژانس ته د څلوېښتو تنو د وژل کېدو تاييد کړی.

د سې شنبې په ورځ تردې زلزلې وروسته د ماشکېل سیمې ټولې ټيلې فوني شبکې شلېدلې دي.

له سیمې آزادې سرچينې وايي، د چارشنبې په سهار يو ځل بیا د زلزلې ټکانونه احساس شوي، چې د رېکټر په کچه يې شدت ۵۰۷ ښودل شوی.

د سې شنبې په شپه د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا مطبوعاتو ته په خپرې شوې يوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د وزیراعلی نواب باروزي په مشری کې د سې شنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه د لوړپوړو چارواکو يوه غونډه شوې، او تر زلزلې وروسته د امدادي کارونو په اړه يې پرېکړې کړې.

خبرپاڼه زیاتوي، په ماشکېل سیمه کې د پاکستاني پوځ او ملېشه ځواکونو له لوري تر زلزلې سمدستي وروسته امدادي کارونه پېل شوو، او د صوبې له سرښار کوټې څخه د هېلي کوپټرو په وسیله يادې سیمې ته ډاکټران او نورې امدادي ډلې رسول شوې دي.

د مځکپوهانو په وینا ياده زلزله چې مرکز يې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه د خش کلي وو. او شدت يې د ریکټر په کچه اووه اعشاریه اته درجې ثبت شوی او په مځکه کې ۱۵۶ کیلوميتره ژور وو.

بېلا بېلي نړيوالي رسنی وايي،د يادې زلزلې ټکانونه په ایران، پاکستان، افغانستان، هند او د منځني ختیځ په هیوادونو کې احساس شوو.