کراچۍ کې له کسته پښتانه اقلیت ګرځول شوي

ظفرکریمي

کراچۍ :د یوې اندازې له مخې په کراچۍ ښار کې په لسګونو لکه پښتانه اوسیږي خو د دغه ښار د ۴۲ صوبایي انتخاباتي حلقوله جملې څخه یوازې په دریو حلقو کې د پښتنو اکثریت دی.


د پښتنو ملتپالو ګوندونو مشران وایي د کراچۍ ښار د پښتنو ګڼ شمیر سېمې په تېر وخت کې د ناسمې حلقه بندۍ له وجې د نورو ژبو ویونکو په حلقو کې شاملې شوي دي چې له وجې یې په دغه ښار کې پښتانه په اقلیت کې بدل شوي دي .

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سند صوبې د اطلاعاتو سیکرټري عبدالعلي غورغشتي وایي په دې ورستیو کې دوي سروې کړې ده چې له مخې یې د کراچۍ په پښتون ګڼ میشتو سیمو کې د صوبایي اسمبلۍ ۱۸ او د قامي اسمبلۍ ۷ حلقې جوړیدلی شي.

((د ښار بلدیه ټاون کې ډېر پښتانه اباد دي دوي ابادیانې په نورو حلقو پسې تړل شوي دي ، شیرشا ،پاک کالونۍ، دې سیمو کې هم پښتانه او بلوڅ اباد دي خو دوی هم په نورو حلقو پسې تړل شوي دي . د بنارس او باچاخان چوک خواوشا د پښتنو لویه ابادي پرته ده ، ددې ځای د پښتنو ابادي څلور ټکړې شوې ده او په څلورو بیلا بیلو حلقو پورې تړل شوې ده ـ که په سمه توګه حلقه بندي وشي نو د کراچۍ د پښتنو د صوبایي اسمبلۍ ۱۸ حلقې جوړیدلی شي ))

د عوامي نېشنل ګوند چارواکي وایي د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف د واکمني په مهال په کراچۍ کې له نوې سره حلقه بندۍ شوې وې ، چې د هغې زیان تر ټولو زیات په کراچۍ ښار کې میشتو پښتنو ته رسیدلی دی او د دې له وجې د پښتنو هغومره استازي اسمبلۍ ته نه شي رسیدلی څومره چې په دې ښار کې د دوی ابادي ده. د یاد ګوند جنرل سیکرټري بشیرجان په دې اړه وایي،

((موږ ته د یو قام په حیث په کراچۍ کې مشکلات مخې ته دي پتېره په انتخاباتي سیاست کې ډېرې ستونزې دي او موږ له دې د وتو کوشش کوو))

څیړونکي وایي د کراچۍ ښار ابادي په ۱۹۹۸ کال کې ۹۸ لاکه وه ،خو په سوات او قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو له وجې له دغو سیمو ګڼ شمیر خلک کراچۍ ته وکوچیدل او اوس د کراچۍ ښار ابادي ۲ کروړه او ۱۴ لاکو ته رسیدلې ده .

څیړونکی منان باچا وایي په کراچۍ ښار کې ورستیو بدامنیو هم د ښار د ابادۍ په وضعیت کې بدلون راوستې دی.

((مخکې په لساني او نسلي بنیادونو دلته نفرتونه نه ول، بلکې ښاریانو په دې حقله سوچ هم نه شو کولی ، خو چې له کله راهیسې دا جګړې شورو شوې دي نو له دې سره د ښار يه خاصه برخه کې د خاصې ژبې ویونکو په ابادۍ کې بدلون راغلی دی ))

یاده دې وي سترې محکمې یا سپریم کورټ هم په کراچۍ کې جوړې شوې حلقې ناسمې بللي او د ټاکنو کمیشن ته یې حکم کړی دی چې د کراچۍ حلقې دې له نوي سره جوړې کړي . د ټاکنو کمیشن د کراچۍ په ۱۱ حلقو کې ردبدل کړی دی . خو پښتانه قام پرستان دغه ردبدل ناکافي ګڼي او په ټول ښار کې له نوې سره د حلقه بندیو غوښتنه کوي .