نجیب الله الوخېل
نن د پنجشنبې پر ورځ په خوست کې د شخړواو لانجو د هواري کمیسیون غړیو او د منګلو قام مشرانو په هلوځلو د دوو کورنیو ترمنځ پنځلس کلنه زړه دښمني ،چې په کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي ول او هم دیو لوري کور سوځول شوی وو پای ته ورسیده او د دوی دښمني په دوستۍ بدله شوه .
مرکچیانو او دجرګې غړو وویل، چې د شخړې دواړو خواوو، چې د یوه لوري کورنۍ دخوست دموسی خیلو او مقابل لوری يې دپکتیا ولایت دجاني خیلو د کلي اوسېدونکي دي ،جرګې ته په خپله خوښه په تووي وړۍ یانې پوره واک ورکړ او جرګې هم په پوره اخلاص داسې پریکړه او جوړه وکړه ،چې دواړه لوري پرې راضي او دې فیصلې ته خوښ دي.
دموضوع په اړه دجرګې یو تن غړي حاجي رسول محمد خان تڼي وویل، چې یا ده دښمني د دواړو قبیلو او کورنیو تر منځ دغرونو او ځنګلونو پر سر رامنځته شوې وه ،چې بالاخر د منګل قام مشرانو او په کمیسیون کې د مشرانو په هلو ځلو جوړ جاړي ته ورسېدله:
((دا ستونزه په منګل قوم پورې تړلي د دوو قبیلو یا کورنیو ترمنځ چې هغه یوه دې دوستا ګل په نوم او بله درحمن ګل په نوم وه ،تقریباً پنځلس کاله مخکې رامنځته شوې وه، موږ تاسو پوهیږو ،چې په پکتیا کې تقریباً په غرونو ،ونو ، دښتو او ځنګلونو پر سر ځینې موضوعګانې او اختلافونه رامنځته کیږي ، چې دا ستونزه هم په همدې توګه رامنځته شوې وه ، په دې ستونزه کې مرګ ژوبله شوې وه ،چې یو طرف هم یو تن او له بل طرفه هم یو تن وژل شوی وو او دواړو لورو ته یو،یو نفر زخمیان وو ، څه مالي تاوانونه هم په کې رسېدلي وو، بیا وروسته د دې مسلې د حل لپاره ډیرې جرګې مرکې شوې وې، خو روغې ته نه وو سره رسېدلي، په دې وروستیو کې د منګل قام مشرانو او د شخړو هوارولو کمیسیون غړو په کې رول ولوباوه او خلک يې وهڅول ،چې بالاخره له دوی نه يې واک واخیست ،چې دواک په نتیجه کې دا مړي او زخمیان يې سره ولګول او ددښمنۍ ټوپۍ يې ړنګه کړه.))
پخوانیو مخالفو لورو هم له دې کبله چې دښمني يې په عادلانه او بې غرضه ډول هواره شوه ،فیصلې ته خوښ ول او ویل يې ،چې د دښمنۍ په کلونو کې دواړو لورو ډیر تاوانونه او ستونزې ګاللي دي:
((زه حاجي دوستا ګل زموږ تر منځ دغره په سر شخړه راغلې وه ،په دې به پنځلس یا شپاړس کلونه وتلي وي ،په دې کې ډیر تاوانونه وشول ،ډیرې ستونزې په کې وشوې بیا هم زموږ خپل قوم ته ،زموږ عزیزانو او دقومونو داړیکو دفتر ،چې کمیسیون په کې دی دوی ټولو په پوره ډول زموږ داوږدې دښمنۍ خبره خلاصه کړه.))
د دښمنۍ د دویم لوري په استازیتوب رحمن ګل هم وویل ،چې په بدۍ يې ډیر وخت تیر شوی او دواړو خواوو ډیر تاوانونه ګاللي دي ،خو دا مشران وو،د قوم مشران وو ،د پلرنې والا مشران وو ،ډیرې ستړې مو وکړې ،ستونزې مو وکړې خو دادی اوس معامله حل شوه.
دقومونو داړیکو دفتر مشر حاجي محمد علي ځدراڼ دیادې پریکړې اوسولې په اړه وویل ،چې د قومونو او مشرانو په واسطه هغه مهال ،چې ښکېلې غاړې مرکچیانو ته بشپړ واک ورکړي ، پرزکړه داسې ده لکه د کاڼي کرښه ،چې بیا هیڅکله نه ړنګیږي،ن وموړی دا ډول پریکړې داسې بولي ،چې دښمنۍ پرې په اساسي توګه ختمېږي:
((دا خلک چې تاسو وینئ په خپله خوښه او په خپل رضایت سره زموږ دشخړو حل کمیسیون ته په تووي وړی واک ورکړ، دا ډول فیصلې چې د دواړو غاړو په خوښه وشي او هغه پلې یا تطبیق شي نو هغه ډیر دمنلو وړ وي او قناعت بخش وي نو هغه زموږ په اصطلاح په تووي وړي واک باندې کومه فیصله چې قومونو کړېده ، یا کیږي هغه داسې مثال لري لکه دکاڼي کرښه یانې هغه نه ړنګیږي.))
دکتونکیو په وینا که چیرې حکومت د قومونو او خیلونو تر منځ د غرونو ،دښتو او بیدیاوو پر سر مخالفتونو ته یوه اساسي او ټولیزه حل لاره ونه مومي ،نو د پخوا په شان به دخلکو په منځ کې دا ډول ستونزې او دښمنۍ تر ډیر وپایږي.