زابل کې د پاکو اوبو دستګاه جوړېږي


چارواکي وايي، په زابل ولايت کې يې د لومړي ځل لپاره د څښاک د اوبو د پا کولو لپاره دستګاه جوړه کړې او په کار يې پيل کړی دی. دغه دستګاه د (يو ايس اې ای ډي) يا د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته جوړه شوې ده.


د څښاک اوبو پاکولو دغه دستګاه په لمرينه برېښنا چلېږي او له تېرو نهو مياشتو راهيسې يې پر جوړولو کار کېده.

د اوبو د پا کولو دغه دستګاه د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا د (رامپ اپ) په نوم موسسې په يو سل او شل زره امريکايي ډالرو جوړه کړې ده.
جوړه شوې دستګاه کولای شي، په څلرويشت ساعته کې دېرش زره ګېلنه اوبه پاکې کړي.

د زابل د ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سلېمانزی رښتين وايي، د دغې دستګاه پاکې شوې شل لېټره اوبه به د زابل په اوسېدونکيو په پنځلس افغانۍ پلوري.
دی وايي، له دې وروسته به د چټلو اوبو د څښلو له امله د زابل اوسېدونکي نه ناروغه کېږي.

"مخکې له دې دلته د پاکو اوبو ستونزې بېخې زياتې وې، او د چټلو اوبو د څښلو له امله به هر وخت د زابل خلک ناروغان وو، دغه ماشين په څلرويشت ساعته کې دېرش زره ګېلنه اوبه پا کوي، چې دا به د زابل ټولو ښاريانو ته رسېږي. د پا شويو اوبو مناسبه بيه شل لېټره پنځلس افغانۍ ده، اول وار به دوۍ ته له ډبې سره شل لېټره اوبه په پنځلس افغانۍ ورکوو."

د زابل ځينې اوسېدونکي وايي، د دستګاه جوړېدو ته خوشحاله دي، ځکه د زابل اوبه د څښلو نه وې او خلک يې په ناروغيو اخته کول.

"که يې له معدني اوبو سره پرتله کړې، نو هغه اوبه به موږ په بازار کې يو بوتل په لس افغانۍ اخيستې، خو چې دغو پاکو اوبو ته حساب وکړو نو یو بوتل تر يوه افغانۍ هم راته ارزانه لوېږي. "

"له رامپ اپ موسسې څخه په کافي اندازه خوشاله يو چې دغه دستګاه يې جوړه کړه او د زابل خلکو ته يې د څښاک پاکې اوبه پيدا کړې، زه د طبابت له نظره دا نظر ورکووم، چې دا اوبه ډېرې پاکې دي، تر هغو اوبو هم پاکې دي چې په بازار کې يې موږ د معدني اوبو په نوم اخلو، د زابل له ټولو اوسېدونکيو هيله کوم چې دغه اوبه وڅښي، چې په دې توګه به يې نه بيا ماشومان ناروغه کېږي، او نه هم دوی په خپله. "

د زابل د اوسېدونکيو په خبره د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د څښلو لپاره پاکې اوبه په اسانۍ نه پيدا کېږي. خو د دوی په خبره له تېرو اوو اوونيو راهيسې چې په دغه ولايت کې برېښنا پارچاو شوې ده، نو د څښلو لپاره پاکې اوبه خو څه، چې د ويالو اوبه يې هم په مړه ګېډه نه دي څښلې.