کراچۍ کې دحملو لړۍ روانه ده


په کراچۍ کې تیره شپه د سیاسي ګوندونو په انتخاباتي مرکزونو پرله پسې درې بمي حملو پنځه کسان وژلي او په لسګونو نور یې ژوبل کړي دي .

پولیس چارواکي وایي لومړنۍ دوه چاودنې په قصبه کالونۍ کې د متحده قامي مومنټ د دفتر سره نزدې شوي دي چې له امله یې یو تن مړ او ۱۸ نور ژوبل شوي دي .

دریمه چاودنه د ښار په لیارۍ ټاون کې د پیپلز ګوند د انتخاباتي غونډې وروسته د خالي او اتوار په منځنۍ شپه مخې ته راغلې ده .

د کراچۍ د سول هسپتال ډاکټران وایي ددې حملې له امله د یو ماشوم په ګډون ۴کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي . په ژوبلو کسانو کې د پیپلز ګوند انتخاباتي امیدواران هم شامل دي .

ایم کیو ایم ګوند په کراچۍ کې د رامنځته شویو بمي چاودنو په ضد نن د اتوار په ورځ په ټول ښار کې ویر اعلان کړی دی ،او په سوداګرو او ټرانسپورټرانو یې غږ کړی دی چې خپل کاروبارونه دې وتړي.

په کراچۍ کې متحده قومي مومنټ او عوامي نیشنل پارټي په دوام داره توګه د طالبانو له خوا په نخښه کیږي.