د روان کال پر ۱۱م مې په ټول پاکستان کې ټولټاکنې یا عام انتخابات کېدونکي دي، چې سږکال په کې د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی.
د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ د ۴۱مې حلقې لپاره ولاړ ازاد امیدواران بادشاهي خان مسید، محمد ګلاب وزیر کاکاخېل، حضرت نور مسید او د عوامي نېشنل پارټۍ امېدوار محمد آیاز وزیر رابللي دي.
د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.