په پاکستان کې پارلېماني انتخابات - انځورونه
یوه ښځه په بنو کې ووټ اچوي
بنو: ښځې پولېنګ سټېشنو ته تللې دي چې رایه ورکړي.
په راولپېنډۍ کې ښځې ووټ اچولو له پاره په کتار کې ولاړې دي.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې یوه ښځه ووټ اچوي.
په بنو کې ډېرو ښځو ووټونه اچولي دي
د خیبر پښتونخوا په دیر کې یو سړی د ووټ اچولو پر مهال
د پښتونخوا د دیر په یوه ښوونځي جوړ پولېنګ سټېشن ته خلک ورغلي دي او رایه ورکوي.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د انتخاباتو له پاره امنیت ټینګ شوی دی
په سوات کې پوځي او نیمه پوځي سرتېري هم د انتخاباتو امنیت ساتي
په سوات کې خلک رایه ورکولو له پاره په کتار کې ولاړ دي.
د بنو په مختلفو ځایونو کې د رایې اچونې عمل روان دی.
بنو: د خلکو امنیت ساتلو له پاره له پولېنګ سټېشنو سره پولیس هم ځای پر ځای کړل شوي دي