"مظاهره چیانو پام کوی چې سختدریځي مو غلط نه کړي"

ترکي کې بلوه ضد پولیس له مظاهره چیانو سره کښېوتي دي

د ترکي وزيراعظم، رجب طيب اردغان په ترکانو غږ کړی چې سخت دريځه يې د خپلو ګټو لپاره ونه کاروي. نوموړي نن په استنبول کې له هغه وروسته خبرې کولې له دريوو ورځو راهیسې د ترکي په بيلابيلو برخو کې خلکو د حکومت پرضد مظاهرې شروع کړي.


مظاهره چيان په اردغان د خلکو د سپکاوي تور لګولی.

د ترکي د ډاکټرانو تنظیم ویلي چې د دريوو ورځو مظاهرو له وجې خواوشاه یو زر خلک په استنبول کې او ووه سوه په انقره کې ژوبل شوي .

په ترکي کې حکومت ضد مظاهرې له هغه وروسته راوټوکېدې چې سرکار په استنبول کې پر یوه ولسي بڼ یا پارک د عثمانیه سلطنتي دورې د یادګارونو جوړولو پلان لري. راپورونه وايي د ښار یواځنی بڼ دی چې ډېرې ونې لري.