د ملي امنیت ریاست یو پاکستاني وګړی نیولی چې په خوست کې یې د ځانمرګي حملې د کولو نیت درلود.
د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر وایي دا کس د میرانشاه اوسیدونکی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې د میرانشاه په مچس مدرسې کې یې زده کړې کړي.
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي وه چې زرګونه پاکستاني طالبان د افغاني طالبانو په همکارۍ د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي.