د هلمند په سنگین ولسوالۍ کې نن سهار په یوه چاودنه کې درې کسان ووژل شول او نهه نور ټپیان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مشال راډيو ته وویل، چې په وژل شویو کې یو د ملي اردو سرتیری دی او پاته مړه او ټپیان ولسي افغان وګړي دي .
ده زیاته کړه چې بارود په یوه موټرسایکل اېښودل شوي ول.