د پاکستان بجټ کې د پوځ برخه: "میم زر ما ټوله زما"

په پاکستان کې یو سړی په خپل دوکان کې د جوارو نینې جوړوي.

پراګ - د پاکستان دفاعي بجټ د راتلونکي مالي کال (۲۰۱۳-۲۰۱۴) له پاره ۱۵ فیصده نور هم زیات کړل شوی دی.


تېرکال دا بجټ ۵۴۵.۳ اربه روپۍ وو، چې اوس په کې د ۸۲ اربه روپو زیاتوالی والې راوستل شوی دی.

د پاکستان د بجټ د دستاویز تر مخې، د هیواد د بجټ لویه برخه پوځ تر لاسه کړې ده.

په داسې حال کې چې پاکستان د انرژۍ (توانایۍ) له بحران سره مخامخ دی، د څیزونو بیې لوړې شوي دي او د پاکستان په قبایلي سیمو، خیبر پختونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ د پېښو او نا کرارۍ له کبله د ولس ژوند له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی، په دفاعي بجټ کې زیاتوالې څه مانا لري؟

د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخوانی برېګېډییر محمود شاه په پوځي بودیجې کې د زیاتوالي دفاع کوي او وايي:

((په بجټ کې دا اضافه دومره ډېره نه ده. دا خو چې کوم انفلېشن دی د هغې د تاوان پوره کولو له پاره دی. بله دا چې دا هم ښه خبره ده چې دا خبره اوس په میډیا راځي ځکه چې تر اوسه به خلکو دا پروپیګنډه کوله چې د بجټ ۸۰ فیصده پوځ خوري. په اصل کې دا د ټول بجټ ۱۵ فیصده راځي.))

خو د اقتصادي چارو پوه او خبریال اکرام هوتي وايي، د پاکستان پوځ په اربونو روپۍ اخلي او حساب هم نه ورکوي.

د ده په خبره، پوځ د دې هیواد د بودیجې زیاته برخه استعمالوي.

نوموړې زیاتوي:

((پوځ ۸۰۰ اربه روپۍ په بجټ کې ښکاره اخلي او شا و خوا ۱۰۰۰ اربه روپۍ دوی د ولس له بجټه اخلي. نو دغه یو اعشاریه اته ټریلینه روپۍ چې دي په دې کې ۱۰ فیصده په پوځ خرڅېږي او نور د پوځ جنرالان خوري ځکه خو حساب هم نه ورکوي. که چېرې دوی حساب ورکړي نو د دوی خرڅ به ۲۰۰ اربه روپو ته ښکته شي.))

اکرام هوتي زیاتوي، د ولس مالي پانګې د قوم په پرمختیا د خرڅ کولو له پاره د سیاسي مشرانو ترمنځ یو والی په کار دی خو ځېني سیاسي ګوندونه داسې دي چې د ولس د ګټو پر ځای د پوځي مشرانو ګټو ته ډېر پام کوي.