د بلوچستان په قلعه سېف الله کې پرون د وسله والو لخوا برید کې درې پولیس وژل شوي.
د قلعه سیف الله ډپټي کمشنر بشیر بنګلزي پرون د اتوار پر ورځ مشال ريډیو ته وویل چې تیره ورځ وسله والو مسلم باغ سیمې سره نزدې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې په کې ۳ پولیس وژل شول.
بلخوا د چارواکو په خبره په مستونګ کې د پخواني ګورنر نواب ذوالفقار مګسي یو تربور محرالله مګسي ناڅرګنده وسله والو هغه مهال تېښتولي دی چې د کوټې په ښځینه پوهنتون کې د خالي پر ورځ په چاودنه کې د وژل شوې لور مړي تر لاسه کولو لپاره روان وو .
د دواړو پېښو ذمه واري له چا نه ده منلې.