کراچۍ کې مشر قاضي د خونړۍ چاودنې هدف
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کراچۍ د برنس روډ په سیمه کې نن د چارشنبې پر سهار د ریموټ کنټرول چاودنه شوې. امنيتي چارواکي وايي، د چاودنې هدف د ښار د ترهه ګرۍ ضد عدالت د مشر قاضي مقبول باقر کاروان وو.
نوموړی له بریده روغ راوتلی دی خو د پولیس چارواکو په خبره 7 کسان په کې وژل شوي دي. او نور ۱۵ ژوبل دي. د پولیسو په خبره بم په یو موټر کې اېښودل شوی وو.
تحریک طالبان پاکستان د پېښې ذمه واري قبول کړې ده.
د رویټرز ویډيو