د مسلم لیګ (نون) ډلې یو چارواکي مشال راډيو ته وویل چې دوی به د اتو وزارتونو او درو مشیرانو له غوښتنې په هیڅ صورت هم پرشا نه شي.
پراګ : په پاکستان کې د عامو انتخاباتو تر دوو میاشتو زیات وخت وشو. خو په بلوچستان کې اتحادي ګوندونه لکه پاکستان مسلم لیګ (نون) ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل پارټۍ لا هم د وزارتونو پر تقسیم نه دي سلا شوي.
دا په داسې وخت کې ده چې د پاکستان د مرکز په ګډون په خیبر پښتونخوا ، سیند او پنجاب کې نه یوازې حکومتي کابینې جوړې شوي دي بلکې په رسمي توګه یې په کار هم پیل کړی دی.
خو د بلوچستان په حکومت شریک ګوندونه ¸ پاکستان مسلم لیګ (نون) ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نشنل پارټۍ د وزیراعلی ، سپیکر او ډپټي سپیکر تر ټاکلو وروسته ، پر شاوخوا دوو میاشتو تېرېدو سربېره لا هم نور پرمختګ نه دی کړی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مخکښ د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې یو خو بجټ او چین ته د وزیراعظم نواز شریف او وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ دورې په بلوچستان کې د حکومتي کابینې جوړېدل وځنډول او بل په دې لړ کې دوه لوی خنډونه هم پراته دي.
د هغه په وینا ، لومړی وجه دا ده چې مسلم لیګ (نون) ډله له څوارلسو وزارتونو څخه لږ تر لږه اووه وزارتونه غواړي. او دویمه وجه دا ده چې د درې واړه ګوندونو مشران د دې مسلې په هوارولو کې دومره دلچسپي نه اخلي لکه څومره چې په کار ده.
دې چارواکي زیاته کړه چې د حکومتي کابینې د جوړولو په کمېټۍ کې شریک محمودخان اڅکزی په کوټه کې او د مسلم لیګ (نون) چودري نثار ، اسحاق ډار او د نېشنل پارټۍ سنېټر حاصل بزنجو په اسلام اباد کې ناست دی.
بل پلو د مسلم لیګ (نون) ډلې یو مهم مخکښ د نوم نه ښودلو په شرط دا ومنله چې دوی له څوارلسو وزارتونو څخه اووه نه بلکې اته وزارتونه او درې مشیران غواړي.
د مسلم لیګ نون د دې چارواکي په وینا ، دا پرېکړه هغه وخت په مري کې شوې وه چې کله دوی د وزیراعلی چوکۍ د نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر مالک بلوڅ ته ورکړه.
هغه وویل ، دا وخت د صوبايي اسمبلۍ تر ټولو زیات غړي له دوی سره ملګري دي. د هغه په وینا ، په اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل پارټۍ دواړو د غړو شمېر دومره نه دی لکه یوازې مسلم لیګ نون ډله چې یې لري.
د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې د مسلم لیګ (نون) ډلې دې چارواکي وویل چې دوی به د اتو وزارتونو او درو مشیرانو له غوښتنې په هیڅ صورت هم پرشا نه شي.
بل پلو د نېشنل پارټۍ مخکښ ډاکټر اسحاق بلوڅ بیا له مشال راډیو سره په خبرو کې دا ونه منله چې ګواکې روښتیا هم د اتحادي ګوندونو په منځ کې د وزارتونو پر سر داسې اختلاف موجود دی.
ډاکټر اسحاق بلوڅ وویل چې د حکومتي کابینې په جوړولو کې ځنډ د یو څه مصروفیاتو له کبله رامنځ ته شوی دی او په راتلونکو څو ورځو کې به دا مسله هواره شي.
یو پلو د بلوچستان حکومتي اتحادي ګوندونه د وزارتونو پر سر د موجود اختلاف له کبله د حکومتي کابینې په جوړولو کې نه دي بریالي شوي او بل پلو په صوبه او په خاصه توګه د کوټې په ښار کې د ترهګرۍ پېښې نه یوازې دوام لري بلکې په دې وروستیو کې لا زیاتې شوې دي.
د سیاسي چارو ځینې کارپوهانو وايي، د زیاتېدونکې بدامنۍ د مخنیوي د ناکامیو یوه وجه د ګڼ شمېر نورو هغو ته تر څنګ دحکومتي کابینې نه جوړېده هم دي.