داغستانیان په شام کې جنګېږي

د داغستان ځای ناستي ولسمشر رمضان عبدال لطیپوف دا څرګندونې د سیمې له خلکو سره د جمعي په ورځ په غونډه کې کړي.

د روس د شمالي قفقاز د ناامنه جمهوريت داغستان مشر وايي چې د سیمې سخت دریځه اسلامپالي د شام د حکومت د وسله والو مخالفینو سره د مرستې لپاره هلته ځي.


د داغستان ځای ناستي ولسمشر رمضان عبدال لطیپوف دا څرګندونې د سیمې له خلکو سره د جمعي په ورځ په غونډه کې کړي.

نوموړی ویلې دي چې کله وسله وال بیرته راستانه شي نو کولای شي چې شمالي قفقاز نور هم بې ثباته کړي.

غونډې ته د روس د امنیت د وفاقي ادارې سیمه ایز مشر اندرې کونین وویل، چې د داغستان شاوخوا دوه سوه اوسېدونکي دا وخت شام ته تللي چې ځینې یې له مخالفو وسله والو سره يو ځای د حکومت پرضد جنګېږي.