تاريخ استاذه ډاکټر عارفه سيده زهرا وويل، هر څوک چې تاريخ مسخوي د هغوی مقصد د خلکو اجتماعي یاداښت حافظه له مينځه وړل وي.
د ( تاريخ د مسخولو ) تر عنوان لاندې خپره شوې مقاله کې ليکواله زبيده مصطفی د سېنټر فار بائيو ميډيکل اينډ کلچر په نوم د يوې ادارې د غونډی حال بيانوي.
دا وايې، غونډي ته د لاهور د يوې کالج د تاريخ استاذې ډاکټر عارفه سيده زهرا وويل، هر څوک چې تاريخ مسخوي د هغوی مقصد د خلکو اجتماعي یاداښت حافظه له مينځه وړل وي.
دا زياتوي تاريخ يوه داسي آله ده چې له لاري يې خلک د ماضي د ښه او بد فرق مالومولی شي. هم له دې لارې خلک ناکامياني او کاميابياني تلي او پر بنياد يې خپل نننۍ ورځ بدلوي.
خو د ډاکټر عارفه په خبره هغه خلک چې د پاکستان تقدير يې په لاس کې دی، د دې اجازه نه ورکوي چې خلک د ماضي په ښه او بد پوه شي او خپله نن ورځ بدله کړي.
بلکې د دې په خبره دوی له اصل مسئلو څخه د خلکو پام اړولو لپاره ټول توجه په مذهب ورکوي او تاريخ مسخوي.
ډاکټر عارفه په خپله وينا کې وايې، د هيواد مشرانو د مذهب له لارې د واکمنۍ لپاره نظريه پاکستان استعمال کړې ده.
د دې په خبره روايتي عقيده دا ده، چې پاکستان کا مطلب کيا، لا الله الاالله په اصل کې د تحريک پاکستان نعره وه خو د ډاکټر عارفه په خبره تحقيق ثابته کړې ده چې دا نعره په نوولس سوه اته شپيتمه لسيزي کې د پوځي ولسمشر ايوب خان په دور کې ايجاد شوه او دا د پاکستان د تاريخ د يوحقيقت په توګه خلکو ته وړاندې کړل شوه.
دا زياتوي کله چې قانون د مذهب پر بنياد جوړ شي نو حکمرانان بيا لا محدوده اختيارات ترلاسه کړي، ججان هم دوی وي او په هغو عملدرآمد کوونکي هم دوی وي.
ددې په وينا کله چې تاريخ مسخ شي نو ښي لاسي مذهبي مشران له ځانه د اسلام محافظان جوړي کړي او د ځان لپاره يوه داسې نظرياتي کلا (قلعه) جوړه کړي چې هغه په اصل کې پر شګه یا ريت ولاړه وي.
زبيده مصطفی بيا د يوه بل تاريخ پوه ډاکټر مبارک علي د وينا حواله هم ورکوي. ډاکټر مبارک علي غونډي ته ويلي چې د پاکستان واکمنانو تاريخ د ځان د سياسي او نظرياتي ګټو لپاره استعمال کړی دی.
د ده په خبره واکمنان دا دعوی کوي چې پاکستان په نظرياتي بنيادو جوړ شوی دی نو د ده په خبره ځکه دوی تاريخ د دې لپاره استعمالوي چې درياست نظريې ته جواز پیدا کړي او داسې تاريخ وليکي چې هغه د حکمرانې طبقې په ګټه وي.
زبيده مصطفی وايي، نو که د تاريخ پوهانو دغو خبرو ته وګورو نو دې نتيجې ته رسو چې آخر ولې پاکستان لا هم د ډيرو مسئلو حل نه دی پيدا کړي.
داسې حالت موږ د ټيکنالوجي مخالف کوي، د اختر او روژي د مياشتې مسئله هر کال تر تاوده بحث وروسته هم نه حلېږي او دا شان اسلامي نظرياتي کونسل په زوره د جنسي تېري په لړ کې د ډي اين اې ټيست د يوه بنيادي شهادت په توګه نه مني.