پاړه چنار/کابل - د جمعې پر ورځ د قبایلي سیمې کورمې په پاړه چنار کې د شویو دوو بمي حملو پر ضد د دې سیمې د اهل تشیع یوه تنظیم وحدت المسلمین د مظاهرو اعلان کړی دی.
وحدت المسلمین له حکومته غوښتي چې د وسله والو پر ضد دې عملیات وکړي.
هلته د کورمې سنیانو ډلې ویلي دي د پاړه چنار چاودنې د امن خرابولو سازش دی.
د سیمې ملک عبدالولي خان وايي، سنیان د بې ګناه ولس په وژنه زښت خپه دي او په غم کې ورسره شریک دي.
ده زیاته کړه د امن په لار کې د خنډ اچولو پر ضد دی او داسې پېښې د سولې ضد سازش وي.
بل پلو افغان ولسمشر حامد کرزي په پاړه چنار کې وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي.
د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د روژې په مبارکه میاشت کې، د ملکي خلکو وژنه له اسلام سره دښمني ده.
په بیان کې کرزي د پاړه چنار له اغېزمنو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
په دې دوو چاودنو کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول.
د سیمې اوسېدونکي وايي، دوه پرله پسې چاودنې د پاړه چنار په پنجابي بازار کې هغه مهال وشوې چې خلک د روژه ماتي له پاره د خواړو په اخیستو بوخت ول.
د اوسېدونکو په خبره، لومړۍ چاودنه د مرکزي امام بارګاه مخې ته وشوه او دویمه بیا پر سکول سړک وشوه.
د چاودنو له کبله ۲۵ کسان ځای پر ځای وژل شوي ول او نورو هغو په روغتونونو کې سا ورکړه.
په دې دوو چاودنو ۱۸۳ کسان ژوبل شول چې د روغتیايي چارواکو په خبره په کې د ۲۵ روغتیايي حالت ښه نه وو نو ځکه یې د ټل او پېښور روغتونونو ته واستول.
د کورمې انتظامي چارواکي وايي، په وژل شویو کې زیاتره د بره کورمې اهل تشیع دي.
په دواړو چاودنو کې وژل شویو ته د پاړه چنار په امام بارګاهو کې غسل ورکړل شو او د خالي پر ورځ په خپلو پلرنیو کلیو کې خاورو ته وسپارل شول.
د حملو پړه د انصار المجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې منلې ده. د ابو نصیر په نوم یو کس چې ځان د دې ډلې ویاند ښيي وايي، لومړی دوی ریموټ کنټرول بمي چاودنه وکړه او بیا د ډلې یوه غړي ځانمرګی برید وکړ.