خیبر: پر اېف سي ځواک برید یو عسکر ژوبل

د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل کې وسلوالو د ایف سي ځواک پر یوه چیک پوسته برید کړی چې په کې یو سرتیری ژوبل شوی دی.


د خیبر یو سرکاری چارواکی خپل نوم نه څرګندولو په شرط نن سهار مشال ریډیو ته وویل، بېګا شپه د خیبر اېجنسۍ په لنډي کوتل خوږا خېل سیمه کې وسلوالو د اېف سي ځواک پر یوه چیک پوسته حمله وکړه چې په کې یو سرتیری ژوبل شوی دی.

چارواکې وایي، په ځوابي ډزو کې یو ولسي وګړی هم ژوبل شوی دی.