د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښاري او کلي والو سیمو او همدارنګه په ځېنو قبایلي سیمو کې د سېلاوونو د راوتلو له امله خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
له پېښوره د مشال راډیو خبریال وايي، د سېلاوونو له امله ناصر باغ ، حیات اباد، حسن ګړۍ، پیر بالا، مېتره، چارسده روډ، بوډنۍ، چترال او خیبر او بجوړ قبایلي سیمې زیان منې شوي دي.
د چارواکو په خبره، په دې سېلاوونو کې اته کسان وژل شوي دي.
د طبیعي ناورینونو د پېښو انتظام صوبايي ادارې ویاند، لطیف الرحمان وايي، سېلاوونو تر ټولو زیات زیان په چترال کې اړولی دی.
د ده په خبره، دې سېلاو په چترال کې ۱۱۶ کورونو، درې کیلومیټره سړک او اتو پلونو ته تاوان رسولای دی. په چترال کې پینځه کسان وژل شوي دي.
رحمان وايي، دوی د ځپل شویو د پیشلمي (پیشمني) او روژه ماتي بندوبست کړی دی.
هلته د ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې او مرستندویه ادارې بلال فیضي وویل، په ناصر باغ، حیات اباد، بوډنۍ او چارسده سړک کې درې کسان وژل شوي او د خلکو مال و جایداد ته تاوان رسېدلی دی.