له مه جبین قزلباش او ګلزار عالم سره خبرې

د مشال راډیو اختر خپرونو ځانګړې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې د پښتو ژبې له دوو نومیالیو سندرغاړو مه جبین قزلباش او ګلزار عالم سره خبرې شوې دي.


له دوی د اختر په اړه پوښتنې شوې دي چې اختر څنګه لمانځي او د اختر پر ورځ څه کوي؟

ګلزار عالم وايي، ۷۰۰ یا ۸۰۰ کیسټونه یې خپاره کړي دي.

دی وايي، دوه یا دوه نیم کاله مخکې یې اېکسیډنټ (حادثه) شوې وه چې په کې یې پښه ماته شوې وه.

مه جبین قزلباش وايي، اوس هم ریاض کوي او خپل غږ جوړوي.

د دې په خبره، موسیقي یو ډېر لوی سمندر دی.

پوره خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له مه جبین قزلباش او ګلزار عالم سره خبرې