بان کي مون پاکستان ته روان دی

بان کي مون له ملالې یوسفزۍ سره پر سکایپ خبرې کوي

د ملګرو ملتونو مشر به په ۱۳ او ۱۴ اګست پاکستان کې وي. هغه به د پاکستان د وزيراعظم، صدر او د قامي اسمبلۍ د سپيکر سره ملاقاتونه کوي

د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون به سبا په دوه ورځنې دوره پاکستان ته ورشي. د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياند اعزاز احمد چودري نن په دې اړه مشال ريډيو ته وويل:


((د ملګرو ملتونو مشر به په ۱۳ او ۱۴ اګست پاکستان کې وي. هغه به د پاکستان د وزيراعظم، صدر او د قامي اسمبلۍ د سپيکر سره ملاقاتونه کوي او د دې تر څنګ به په ځينو نورو پروګرامونو کې برخه اخلي.))

د اعزاز چودري په وينا پاکستان د ملګرو ملتونو د سولې په ميشن کې پوځيان هم لري نو بان کي مون او پاکستاني چارواکو ترمنځ به د دغې موضوع علاوه به پاکستان کې د ګوزڼ یا پوليو د ختمولو او ځينې نورو مسايلو په اړه خبرې کيږي.

د مشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان امنیتي حالاتو په کتو د بان کي مون د امنیت لپاره څه ډول ګامونه اخیستل شوي نو هغه وویل:

(( دا لومړی ځل نه دی چې یو لوړپوړی بهرنۍ د پاکستان په دوره راځي، بلکې په بیا بیا دلته د بهرنیو هېوادونو مشران راغلي دي. او هېڅ ناوړه پېښه نه ده رامنځ ته شوې. موږ پوره ډاډه یو چې د بان کي مون سفر به په خیر خیریت سره سر ته ورسېږي.))


د چودري په خبره په دې سفر کې به د هغه مېرمن هم ورسره وي.