د جمعې په ماښام د کراچي په ارټس کونسل کې د ((خدايي خدمتګار تحريک)) په نامه د کتاب مخکتنه وشوه .
دغه کتاب احمدکاکا په پښتو ژبه کې لیکلی دی او په کال ۱۹۹۲ کې پښتون سیاستوال ولي خان په کابل کې چاپ کړی و. یاد کتاب کراچي مېشت سیاستوال قاسم جان اوس اردو ژبې ته ژباړلی دی.قاسم جان وایي، په دې موخه یې دغه کتاب ترجمه کړی ترڅو زیات خلک د خدایي خدمتګار تحریک څخه خبر شي.
((دا د پښتنو ډېر لوی تاریخ دی. خدایي خدمتګارانو له سيمې د انګریزانو په ایستلو کې هم رول ادا کړی دی خو له بدقستمۍ نه دوی ته تل په دې ملک کې بد رد ویل شوي دي. دا کتاب ما ځکه پښتو ته ترجمه کړ چې د پاکستان خلک د خدایي خدمتګارو د تحریک له اصلیته خبر شي))
د مخکتنې د ستورې ته په وینا کې د پاکستان د اکاډمي ادبیات ځايي مشر آغا نور محمد پټان وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د کتاب له لوستلو مخکې هغوی ته خدايي خدمتګار تحریک یو سېمه ایز تحریک ښکاریده خو اوس ورته دا مالومه شوې چې له هندوستانه د انګریزانو په ایستلو کې تر ټولو زیات زندانونو ته خدايي خدمتګاران تللي دي او د سر قربانۍ يې خداي ورکړي دي.
((د باچا خان تحریک هم موږ یو سېمه ایز تحریک بللی و او هغه مو په یوه ډبه کې ایښودلی و، ددې کتاب چاپ کیدو د دغې بندې ډبې دروازه خلاصه کړه او زه فکر کوم چې دا نه یوازې په اردو ادب کې یوه ښه اضافه ده بلکې دا د دې ژبې د ویوونکو لپاره د حقیقت موندنې سرچینه هم ده))
دستورې ته د کراچي پوهنتون د پاکستان د مطالعاتو د څانګې مشر ډاکټر جعفر احمد هم وینا وکړه او وې ویل:
((د پاکستان تر جوړیدو وروسته د باچاخان په خلاف منفي پروپیګنډا شوې خو تراوسه کوم خبریال یا څیړونکي دا زحمت نه دی کړی چې په دې لړ کې د باچا خان او خدایي خدمتګارانو نظر هم مخې ته راوړي. موږ له په کار ده چې داسي تاریخ ولیکو چې د سرکار له مداخلته خلاص وي او په ریښتیاو ولاړ وي. دا کتاب زموږ د تاریخ په سمولو کې په لوی لاس مرسته کوي))
د یادې دستورې مشر مېلمه له پیښوره راغلی نامتو پښتون شاعر، صحافي او کره کتونکی سلیم راز و. نوموړي د دې کتاب د اهمیت په اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:
((اردو ته د ترجمه کولو دا فایده ده چې د پاکستان خلک او د پاکستان نه بهرخلک به په کتاب کې له راغلو حقایقو څخه خبر شي))
یاده دې وي چې د خدایې خدمتګار تحريک په نوم دغه کتاب په دوه جلده مشتمل دی چې هر جلد یې تر ۵۰۰ زیات مخونه لري. د دې کتاب دویم جلد لا هم په اردو ژبه کې نه دی چاپ شوی.
د یاد کتاب مصنف احمد کاکا چې پخپله هم خدایي خدمتګار دی، دغه کتاب یې د دغه تحریک د مشر باچا خان په مشوره لیکلی دی چې پکې زیاتره د دغه تحریک اړونده پېښې او د سترګو لیدلي حالونه بیان شوي دي .