پاکستان د شکیل اپریدي د بند سزا بیرته ګرځولې ده

په پاکستان کې یوه لوړ پوړي عدلي افسر ډاکتر شکیل اپریدي ته د ۳۳ کالونو د بند اورول شوې سزا بیرته ګرځولې ده.

د تېرې پجشنبې په ورځ په پېښور کې د ایف سي آر کمېشنر په عدالت کې د ډاکتر اپریدي بند ضد د غوښتنلیک منظورېدو پرېکړه وشوه.

کمېشنر صاحبزاده انیس د پرېکړې اورولو پر وخت د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې ته د سزا فیصلې د بیا کتنې امر ورکړ.

د ډاکتر اپریدي وکیل سمیع الله اپریدي بېګا مشال راډیو ته وویل چې اوس به اسېسټنټ پولیټیکل اېجنټ د شکیل اپریدي مقدمه بیا پرانیزي:

په ۲۰۱۲ز کال کې، د خیبر پولیټیکل انتظامیې شکیل اپریدي ته له وسله والو ډلو سره د تړاو په تور د ۳۳ کالونو بند سزا اورولې وه.

شکیل اپریدي له امریکايي استخباراتي ادارې سي آی اې سره د القاعده مشر اسامه به لادن په پاکستان کې د پیدا کولو او د هغه ځای په مالومولو کې مرسته کړې وه.