خبرونه د بشري حقونو کمیسون، د ښځو پرضد د تشدد۳۰۰۰ کیسونه راغلي اګست ۳۱, ۲۰۱۳ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي، په دغه هيواد کې له مارچ مياشت راهيسې د ښځو پرضد د تشدد دري زره کيسونه مخي ته راغلي دي. دغې ادارې پرون د جمعې په ورځ وويل، چې په دې کيسونو کې د غيرت په نامه وژنې او جنسي تېري هم شامل دي.