د پاکستان د خارجه چارو د وزارت وياند د شمالي وزيرستان په مير علي کی د امريکايي بې پیلوټه الوتکو هغه بريد په سختو ټکو کی غندلي چي په کې درې مشکوکه وسله وال وژل شوي ول.
د خالي پر ورځ سیمه ایزو چارواکو د مشال خبريال ته ویلي ول چې الوتکو د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې په یو کور توغندي ویشتي دي.
چارواکي وايي، تر اوسه ورته د هغو کسانو شناخت نه دی معلوم چې په دې برید کې وژل شوې دي.
د پاکستان حکومت په بیا بیا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړه اعتراضونه کړي او وايي په دې بریدونو کې ولسي خلک وژل کېږي او د پاکستان له ملي حاکمیت څخه سرغړاوی دی.
خو امریکا وايي، بې پیلوټه الوتکې د سخت دریځو پر ضد جګړه کې غوره وسیله ده .
د دې میاشت په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته د یو سفر پر مهال ویلي ول چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ژر پای ته رسیدای شي.