سیف الله کلا کې د سترګو د بڼو دانې علاج په ستن کېږي

زین الدین د ژړي سري دانې درملنه په ستنې کوي

د پښتانه وطن د نورو سیمو په څېر د کلا سیف الله په کليو کې هم تراوسه د ځينو ناروغيو علاج هم هغه پخوانۍ د اناګانو په طریقو کېږي، چې په کې يوه هم د ژړي سري دانه ده.


د کلا سیف الله د کلي ګوال اسماعيل زۍ د اوسېدونکو په خبره دا دانه اکثره وخت د دوبي په موسم کې د سترګې په بڼو کې خېژي.

د ياد کلي يوه ۳۵ کالن ځوان زین الدين د ښۍ سترګې په بڼو کې هم دا دانه ختلې. د زين الدين پر سر خولۍ او په دې خولۍ کې په ژړ تار يا سپڼسي د کار ستن خاص په دې دانه برسېره ځړول شوې ده. دا چې ولې زین الدين يې په ځواب کې داسې وویل

((کله چې ته په سترګه وپوهېدې، چې سترګې خارش شروع کړ، او دانه راخېژي، نو بس دا ستن په وځړوه. چې د ستنې څوکه دانې ته ښکاره وي. زموږ په کورونو له ډېر پخوا همدا علاج کېږي. په کورونو کې زموږ اناګانو موږ ډېر پخوا ویلي چې د ژړي سري د دانې علاج همداسې په ستن کېږي. بس موږ هم همداسې کوو، او خدای پاک مو ورسره ښه کړي.))

د زین الدين په خبره په سترګې کې د دې دانې يې نن څلورمه ده، چې د ده په خبره د ستنې له ځړولو سره يې فرق کړی او دانه اوس په ختمېدو ده.

يواځې زین الدين نه دی، چې ددې دانې علاج همداسې کوي. بلکې د ګوال اسماعيل زۍ ټول اوسېدونکي په دې باور لري، چې ددوی په اصطلاح د ژړي سري د دانې له پاره علاج همدا د ستنې ځړول دي. د ياد کلي يو بل اوسېدونکی عبدالله جان هم ورته نظر لري.

((دا ستن موږ د دغه ګای له پاره ځړولې وي، چې دا زموږ تجربه ده. د دې ستنې بیا وخت شا و خوا اته يا لس ورځې وي. بس له همدې سره بیا دا د ژړي سري دانه خدای پاک دفع کړي. او دا دانه يواځې د سترګو په بڼو کې خېژي، په نور بدن نه خېژي.))

د دې کلي د اوسېدونکو په خبره د دې دانې له پاره دوی اکثره وخت ژړ سپڼسی يا تار کاروي. خو ستن بیا خاص هغه ستن چې پرې مېرمنو کار کړی، مانا جامې يې پرې ګنډلې وي هم هغه ستن کارول کېږي.

دا کلیوال زیاتوي: ((له ډېر پخوا راهیسې د دې دانې علاج د دوی په کورونو کې په همدې طریقه کېږي.))

خو له ډاکټرانو سره سره د ياد کلي ديني عالم مولوي خدای دوست بیا د اسلام له نظره دا کار بدعت ګڼي.

((دا عمل چې دی دا دی غير اسلامي عمل. ځکه چې دا ستن غير ضروري شی دی. او له دې څخه د دې دانې علاج ممکن نه دی. خو البته خلکو د بدعت په توګه د دې دانې همداسې د ستنې په طریقه کوي. خلک د خدای په نيت فیصله وکړي، لکه ډېری داسې نور شيان هم شته چې خلک د خدای په نيت باندې فیصله وکړي، او هغه بیا هم هغسې کېږي. نو دلته هم داسې قیصه ده. ګنې دا ستنې علاج په اسلامي توګه هم جايز نه دی.))

د ګوال اسماعيل زۍ د اوسېدونکو په خبره کله چې په دوی کې د چا د سترګو په بڼو کې دا دانه وخېژي، نو دوی يې ډاکټر ته ځکه نه ښکاره کوي، چې د دوی په خبره له ډاکټري علاج سره ياده دانه نوره خرابېږي. خو په کوټه کې د سترګو د ناروغيو متخصص ډاکټر افضل مندوخېل بیا د ژړي سري دا دانه د جراثيمو له امله بولي. او د ده په خبره داسې علاج چې دا کلیوال يې کوي، نه يې طب مني او نه يې هم همدا علاج دی.

((دا دانه چې د سترګو په بڼو کې خېژي، دا اصل د انفیکشن يا جراثيمو له امله وي. چې د سترګې بڼو جراثیم ونيسي او بیا دانه ورڅخه جوړه شي. عام علاج دا دی، چې که چېري ډاکټر ته لاس رسی نه وي، نو باید تود ټکور ورکړي، او صفا او سړو اوبو يې اومينځي. ترکومه ځایه چې دا دستنې د ځړولو علاج دی، په طب کې د دې هيڅ ځای نشته.))

د ډاکټر افضل مندوخېل په خبره د دې دانې وخت يوه اوونۍ وي، چې اکثره بیا په اوونۍ کې دننه پخپله ختمه شي.

خو زیاتوي کله کله بیا دا دانه دومره خرابه شي، چې د وخت له تېرېدو سره د سترګې باڼه ټول ورسره وښکېږي.

((که څه هم دا دانه په اوونۍ کې ځننه ختمه شي. لاکن که يې ډاکټري علاج وشي نو هغه ډېر ښه دی. ځکه چې کله کله دا دانه بیا نوره خرابه شي، او وروسته ورسره د سترګې باڼوګان وخېژي.))

د يادولو وړ ده چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو په شمول په خيبرپښتونخوا، قبايلي سیمو او افغانستان کې هم اکثره پښتانه د سترګې په بڼو کې د دانې له پاره همدا د ستنې علاج کاروي. خو د طب په ډګر کې يې بیا د دې ستنې د ځړولو د فايدې پر ځاي تاوانونه ډېر دي.