نن د سېشنبې په ورځ ملګرو ملتونو ویلي، د شام نه د روانې خانه جنګۍ له وجې د شلو لکو نه زیات کډوال وتلي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر ویلي، په تیرو ۱۲ میاشتو کې د کډوالو شمېر یو په لسه زیات شوې دې.
د یادې ادارې مشر انتونیوګوټیریز وویل، د شام مسله د دې پیړۍ یوه لویه المیه وګرځیدله.
د یو این ایچ سي آر د وېنا ترمخه د شام نه هره ورځ تقریباً پنځه زره کډوال په ګاونډي هېوادونو کې پنا اخلي.
ویل کېږي چې د شام دننه د بې کوره شوي خلکو شمیر هم د څلویښتو لکو نه زیات دې.