آی ايم ايف د پاکستان له پاره د شپږ وعشاریه اوو اربو ډلرو د پور منظوري ورکړې ده څو له دې هیواد سره د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې مرسته وکړي او په کې د اقتصادي بحران د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي.
د نړیوالي مالیاتي ادارې چې مرکز یې په واشینګټن کې دی د چارشنبې په ورځ ویلي، دا پور به د اقتصاد ډهانچي په جوړښت کې د بدلونو سره مرسته وکړي او په دې هیواد کې به سرمايه کاري او اقتصادي وده پیاوړي کړي.د نړیوالې مالياتي ادارې لخوا دې منظوري سره به د دې پور د لومړني قسط د ورکولو له پاره چې پنځه سوه څلوېښت میلونه ډالره دي لاره برابروي.
پاتې قرضه به په درې کلونو کې ورکول شي.
د دې پور ترلاسه کولو له پاره اسلام اباد ژمنه کړې ده چې د دې هیواد په اقتصاد کې به اصلاحات راولي.
په سالانه بجت کې به خساره او د برېښنا نشتوالې به راکم کړي او د مالیې راغونډولو کمه اندازه به زیاته کړي.