په کراچۍ کې د وسله والو پر ضد عملیات کېږي

کراچۍ - د پاکستان تر ټولو لوي کاروباري ښار کراچۍ کې زیاتې شوې نا امنۍ ته په کتو سره په دغه ښار کې د موجودو وسله والو په ضد د هدفي عملیاتو پرېکړه شوې ده.


دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ په ګورنر هاوس کراچۍ کې د پاکستان د وړومبي وزیر نوازشریف په مشرۍ کې د مرکزي کابینې په غونډه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان د غونډې روسته رسنیو سره په خبرو کې وویل:

((هدفي عملیات به کېږي او د ښار په هره برخه کې چې قلنګ اخیستونکي، هدفي وژونکي، ترهګر او په جرمونو کې ککړ عناصر شتون ولري د هغوی خلاف به کاروایي کېږي. دا عناصر په کراچۍ کې په سلګونو شمېر کې دي. د دې عملیاتو مشري به رېنجر ځواک په غاړه لري او پولیس به د دوی سره مرستې کوي. مرکزي او صوبایي عسکري او سېویلین ادارې به دوی ته رپورټ ورکوي او دوی به د دغو رپورټونو پراساس کارروایانې کوي، دا به عملیات به ورځ دوو کې پیل شي او تاسو به یې پخپله ووینئ.))

په کراچۍ کې د رېنجر ځواک د عملیاتو په اړه وړاندیز وړومبي وزیر نوازشریف کابینې ته وړاندې کړې وو. نوموړي کابینې په وینا کې ویلي و په کراچۍ کې پر پولیسو د خلکو د باور کچ کم شوی دی.

د سیاسي چارو پوه ایس ایچ خانزاده وایي په کراچۍ کې که عملیات د رېنجر ځواک پر ځایې د پولیسو په مټ د کیدو پرېکړه شوې وې نو دا به ډېره بهتره وي:

((پولیس داسې اداره ده چې که دوی د مختلفو فشارونو څخه ازاد کړی شي نو د امنیت مسله په اسانۍ سره حل کولی شي. که موږ وګورو رېنجر ځواک د تېرو لسګونو کلنو راهسې په کراچۍ کې دي او دوی ته د پولیسو په څېر واک تېر حکومت ورکړی دی . دوی یو تن نیولی شي، له هغه پلټنې هم کولی شي ددې ترڅنګ سند حکومت هر کال زیاتې پیسې په کراچۍ کې د رېنجرو ځواک په میشته کیدو مصرفوي خو بیا موږ وینو چې په دې موده کې هم کراچۍ کې امن رانغلې. که دغه پیسې د پولیسو په تربیت او بهترۍ مصرف شي نو پولیس د کراچۍ د امن په ټینګښت کې ښې نتیجې ورکولی شي.))

یاده دې وي دا اول ځل نه دی چې په کراچۍ کې د امن د ټینګښت په موخه د عملیاتو پرېکړه کېږي . ددې نه مخکې په کال ۱۹۹۲ کې د هغه وخت وزیراعظم نوازشریف په کراچۍ کې د امن له پاره پوځ ور بللی وو.

د نوازشریف د حکومت تر لېرې کیدو وروسته بې نظیر بوټو هغه وخت د کورنیو چارو د وزیر نصیرالله بابر په مشرۍ کې په یاد ښار کې د نوي سره عملیات پیل کړي و.او د امنیت د ټېنګښت په موخه دغه ښار ته د رېنجر ځواکونه ور بللي ول.

په ۱۹۹۸ کال کې د نوازشریف د واکمني په مهال د هغه وخت د سییند صوبې سیاسي حکومت لېرې کړې شوې و او یو ځل بیا کراچۍ ته پوځ استول شوی وو.

په کراچۍ ښار کې دغه ټول پوځي او غیر پوځي عملیاتو د پام وړ ګټه نه ده ورکړې او همدا وجه ده چې دغه ښار له تېرو څو لسیزو راهسې د نا امنۍ ښکار دی.