قوماندان سنګین ځدراڼ په ډرون برید کې ووژل شو

د جمعې په سهار ، په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې دیوې امریکايي ډرون الوتکې د برید په ترڅ کې د القاعدې سره د ریښه لرونکې حقانې ډلې شپږ وسله وال وژل شوي، چې ورکې د نوموړې ډلې یو مشر قوماندان هم شامل دی.


د مشال راډیو خبریال وايي بیګا نیمه شپه مهال دابرید د افغانستان پولې ته نږدې په درګۍ منډۍ سیمه کې وشو چې په ترڅ کې یې ملا سنګین ذدراڼ او د حقاني ډلې نور وسله وال ووژل شول.

د ذداڼ د دوه زره یولسم کال راهیسې په هغه لیک لړ کې شامل و چې امریکا يي ترهګره پیژني. طا لبانو هغه د پکتیا لپاره والي ټاکلی و. نوموړی له دې امله مطلوب و چې د خلکو په تښتونه ، تروریستي چاودنو او افغانستان ته د سلګونو وسله والو په لیږدولو کې یې لاس درلودلو.

په نورو وژلو شویو کې یو عرب وسله وال ابو دجانه خراساني، دوه نور بهرني جنګیالي زبیر المودي او محمد بلال او دوه پاکستانیان هم ښودل کیږي.

پاکستان تل د ډرون بریدونو مخالفت کړی او دایې د خپلې خپلواکۍ پرضد بللي، خو امریکا وايي د ترهګرو له منځه وړلو لپاره دا ډول بریدونه اړین دي.

په شمالي وزیرستان کې په امریکايي ډرون برید کې شپږ مشکوک طالب وسله وال وژل شوي دي.