بلوڅان بېلتونپالي آزادي غواړي، خبرې نه!

د بلوچستان ریبپليکن ګوند ویاند شېرمحمد بوګټي وايي، موږ په دې شرط خبرو اترو ته تیار يو چې دوی دې خپله قبضه ختم کړي، او بلوچستان دې آزاد کړي؛.

په بلوچستان کې بلوڅ بېلتونپالو ډلو له پاکستاني حکومت سره له خبرو اترو انکار کړی دی. د بلوچستان ریبپليکن ګوند ویاند شېرمحمد بوګټي مشال راډيو ته وویل؛ خبرې اترې یې يواځې د خپلواک او آزاد بلوچستان غوښتنه ده؛. خو بلي خواته د بلوچستان د اوسني وزیراعلی ویاند جان محمد بليدي بیا وايي ؛دوی هیله من دي چې ډاکټر مالک بلوڅ به د بلوچستان ستونځه هواره کړي؛.


په داسې حال کې چې په اسلام آباد کې په اوسني ټول ګوندیز کنفرانس کې د بلوچستان د ستونځو د هوارولو او له ناراضه بلوڅو سره د خبرو کولو لپاره ټول واک د يادې صوبې وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ته ورکړل شوی. له دې سره چې د بلوچستان نيشنل ګوند مېنګل ډلې په شمول يو شمېر بلوڅ ملتپاله سیاسي ګوندونه هیله من نه ښکاري. چې اوسنی حکومت دي هم د دوی په خبره له بېلتونپالو بلوڅانو سره د خبرو له لارې د بلوچستان ستونځه هواره کړي.

موږ په دې شرط خبرو اترو ته تیار يو چې دوی دې خپله قبضه ختم کړي، او بلوچستان دې آزاد کړي؛.
شېر محمد بوګټي
د بلوچستان ریپبلیکن ګوند ویاند شیر محمد بوګټي د چارشنبې په شپه له نامالوم ځايه د سټيلايټ ټيلي فون له لارې مشال راډيو ته وویل ؛تر دې وړاندې هم ډېری بلوڅو سیاستوالو له پاکستاني حکومت سره د خبرو هڅه وکړه، خو دده په خبره هغه ټول ووژل شول؛.

؛نواب نوروز چې خبرې اترې کولې، او هغه ته يې د قرآن واسطه ورکړې وه، د هغه څه حشر شو. دوی له نواب اکبر بګټي سره هم خبرې اترې کولې، د هغه يې کوم حشر کړ. او همداسې مړي اوس هم غورځول کېږي. خلک تری تم کېږي، اپرېشن تراوسه روان دی. په بلوڅانو کې د دوی پر ضد دومره نفرت دی، چې په اوس ورځو کې چې جنرال کیاني سويي ته راغلی وو، بلوڅانو يې په توپو او بمونو استقبال وکړ. حالات هم هغسې دي. نو مذاکرات په څه شي وکړو. قبضه دي ختم کړي، لاړ دي شي، مسله ختم؛.

شیرمحمد بګټي له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل خبرې اترې هلته ممکنه دي، چې دده په خبره پاکستانی حکومت بلوچستان پرېږدي. او د بلوڅو پر ضد عملیات بند کړل شي. بګټي په خپلو خبرو کې زیاته کړه

؛لومړی خو مذاکرات د دوی په اختیار کې نه دي. او بیا دوی دا د دې لپاره هم کوي، چې نړۍ ته ووايي چې موږ خو خبرې اترې کوو، لاکن مخالفه ډله خبرې اترې نه کوي. موږ په دې شرط خبرو اترو ته تیار يو چې دوی دې خپله قبضه ختم کړي، او بلوچستان دې آزاد کړي؛.

له دې سره د پخوانی وزیراعلی سردار اختر مینګل ورور او يوه بل بلوڅ بېلتون غوښتونکي جاوېد مېنګل هم د کوټې يو شمېر رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي ؛دوي مذاکرات نه، بلکې آزادي غواړي؛. خو د بلوچستان د اوسنی حکومت ویاند جان محمد بلیدی بیا وايي ؛ددوي په حکومت کې دومره توان شته، چې دده په خبره له ناراضه بلوڅو سره د خبرو له لارې د صوبې ستونځه هواره کړي؛.

؛ زما په فکر په لومړي ځل سټيبلیشمنټ او مرکزي حکومت ټول اختیار صوبايي حکومت ته ورکړی، او صوبايي حکومت بیا دا توان لري، چې هغه له ټولو بلوڅو وسله والو او نورو ډلو سره د بلوڅو پر ستونځو خبرې وکړي، او دا ستونځې به هوارې کړي؛.

د نیشنل ګوند يوه لوړ پوړي مشر نه نوم او ږغ نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل ؛ددوي د ګوند او د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ له لومړي ورځې راهیسې دا فیصله وه، چې تر کومه پورې له سیاسي ګوندونو سره سره د پاکستان پوځ او استخباراتو ټولو واک ورکړ، نو بیا به دا واک قبولوي؛. د ياد مشر په خبره اوس چې ډاکټر مالک دا واک قبول کړی، نو په دې باوري دی، چې پوځ او استخباراتو هم له ناراضه بلوڅو سره د خبرو اترو کولو واک ورکړی دی.

د يادولو وړ ده چې تردې وړاندې د نورو حکومتو په واکمنۍ کې هم د بلوچستان د ستونځې د هوارولو لپاره بېل بېل ډلې جوړي شوې، او هغوي هم د ورته اختیار لرلو ادعاوې کړې وې، خو يوې ډلې يا کمېټۍ هم له ناراضه بلوڅو سره خبرې څه، د خبرو هڅه هم ونه کړه.