له افغانستانه ستو شوي هیت خپله دوره ګټوره وبلل

د پاکستان د سينيټ د دفاعي کميټې يو وفد يا پلاوی پرون د افغانستان له درې ورځني سفره اسلام اباد ته ستون شو.


دې وفد کې شامل د عوامي نيشنل ګوند يو مشر، افراسياب خټک مشال ريډيو ته نن ويل چې افغان چارواکو د سولې په اړه د پاکستان پر نيت شک درلود او غوښتل چې طالب بنديان خوشي کړي. افراسياب

د پاکستان له خوا تللي دې وفد کې د عوامي نيشنل ګوند علاوه د مسلګ ليګ نون، پيپلز پارټۍ، جمعيت علمای اسلام او ځينې نورو ګوندونو سينټران شامل وو چې د ولسمشر حامد کرزي علاوه يې د افغانستان د پارليمنټ غړو سره ملاقاتونه درلودل.