ملالې یوسفزۍ ویلي، دا په رښتیا ویاړ کوي او ډېره خوشاله ده چې د بخښنې د نړیوالې ادارې دا جایزه ترلاسه کړي.
د بخښنې نړیوالې ادارې) امنېسټي اینټرنېشنل) ملاله یوسفزۍ ته د ۲۰۱۳م کال د وجدان سفیرې جایزه اعلان کړه. له ملالې یوسفزۍ سره د دې جایزې لپاره د یو بل امریکايي سندرغاړي نوم هم اعلان شوی دی.
ټاکل شوې چې دا جایزه به نن د سېشنبې ورځ ناوخته د ایرلېنډ په ډبلېن ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې ورکړل شي.
د بخښنې نړیوالې ادارې اعلان کړی دی چې د نجونو د تعلیم لپاره کاکوونکې شپاړلس کلنې ملالې یوسفزۍ او د بشري حقونو لپاره کارکوونکي امریکايي سندرغاړي هېري بېلافونټې ته به د ۳۰۱۳م کال د وجدان سفیرانو جایزې ورکړي.
دا د بخښنې نړیوالې ادارې تر ټولو د لوړې کچې جایزه ده د بشري حقونو لپاره کارکوونکو مبارزانو ته د هغوی په ژوند د هڅو په ستایلو ورکول کېږي.
ملالې یوسفزۍ ویلي، دا په رښتیا ویاړ کوي او ډېره خوشاله ده چې د بخښنې د نړیوالې ادارې دا جایزه ترلاسه کړي.
د بخښنې د نړیوالې ادارې مشر سلیل شېټي ویلي چې د دوی دا نوي دوه سفیران ملاله یوسفزۍ او هېرې بېلافونټې په ډېر څه کې یو له بله بېل دي خو ګډه کار یې د بشري حقونو لپاره مبارزه ده.
سلیل شېټي زیاته کړه چې ملاله یوسفزۍ او هېرې بېلافونټې د پوهاوي رښتوني سفیران دي. دوی د نړیوالو حقونو ، انصاف او انساني عظمت لپاره کار کوي او نور دې ته هڅوي چې د دوی پر لاره ولاړ شي.
ملالې یوسفزۍ ویلي، دا په رښتیا ویاړ کوي او ډېره خوشاله ده چې د بخښنې د نړیوالې ادارې دا جایزه ترلاسه کړي.
امریکايي سندرغاړې هېرې بېلافونټې خپل ژوند د بشري خدمتونو ته وقف کړی دی او د شام په جګړه کې د اغېرمنو ماشومانو لپاره کار کوي.
ملالې یوسفزۍ ویلي، که چېرې موږ په ګډه کار وکړو نو د دې باور دی چې یو ورځ به د نړۍ په هر ګوټ کې د هر ماشوم لپاره زموږ د تعلیم خوب رښتیا شي.
امریکايي سندرغاړې هېرې بېلافونټې خپل ژوند د بشري خدمتونو ته وقف کړی دی او د شام په جګړه کې د اغېرمنو ماشومانو لپاره کار کوي.
هېرې بېلافونټې ویلي، چې کله د بخښنې نړیواله اداره جوړه شوې ده نو ده ځان هغو اصولو ته وړاندې کړی دی د کومو لپاره چې د بخښنې نړیواله اداره کار کوي.
د یادونې وړ ده چې د بخښنې نړیوالې ادارې دا جایزه له ۲۰۰۳م کاله راهسې شپږ ځله ورکړل شوې ده چې په اخیستونکو کې یې د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا هم شامل دی.