پېښور: پرجومات بمي برید, ۳ تنه ووژل شول

د پېښور په بر اچيني نومي سيمه کې نامعلومو وسله والو پر يوه جومات بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ٣ کسان مړه او ۱۶ ټپيان شول.

د پېښور په بر اچيني نومي سيمه کې نامعلومو وسله والو پر يوه جومات بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ٣ کسان مړه او ٢٠ ټپيان شول.


د پېښور ښار امنيتي چارواکي وايي، چې د جمعې په شپه ناوخته نامعلومو وسله والو د پېښور په بر اچيني سيمه کې پر پيرانو جومات لاسي بمونه وغورځول، چې امله يې ٣ تنه مړه او ۱۶ټپيان شول.

د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، نامعلومو وسله والو هغه مهال پر مسجد لاسي بمونه وغورځول، چې په جومات کې د ماسخوتن تر لمانځه وروسته د ذکر محفل روان وو، چې نږدې ١٠٠ کسانو په کې ګډون درلود،د پېښې په اړه د پېښور يو تن جګپوړي امنيتي چارواکي رسنيو ته وويل:

"اچيني بالا پېښور ته نزدې له خيبر ايجنسۍ سره نښتې سيمه ده، بېګاه ناوخته ځايي وسله والو ترهګرو د سربند د اچيني پر پيرانو جومات لاسي بمونه وغورځول او ډزې يې وکړې، چې په ترڅ کې ٣ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شول. د پېښې پر مهال په جومات کې نږدې ١٠٠ کسان موجود وو."

نوموړي همدا راز وويل، چې د پېښې ټپيان يې نږدې روغتونونو ته لېږدولي او په سيمه کې يې پوليس او نور امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى کړي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي او عيني شاهد د خپل هويت د پټ پاتې کېدو په شرط مشال راډيو ته وويل:

"موږ د ماسخوتن تر لمانځه وروسته په جومات کې ناست وو، د جمعې شپه وه، له نورو سيمو هم خلک راغلي وو، د ذکر محفل روان وو چې يو دم ډزې شوې او له ډزو وروسته درنې چاودنې وشوې. يو دم تياره شوه او دوړې شوې. د ډزو نه وروسته مې وکتل چې ډېر خلک پر ځمکه پراته وو. زموږ سيمه له قبايلو سره نزدې ده، هر وخت پکې وسله وال د پوليسو پر پوستو او همداشان پر ملکي وګړيو حملې کوي، څوک يې مخه نه نيسي."

بر اچيني د پېښور ښار لويديځ ته د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ په پوله پرته سيمه ده، چې وخت ناوخت پکې وسله وال پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو تر بريدونو وروسته بېرته قبايلي سيمو ته ستنېږي.

د يادونې وړ ده، چې په پېښور او د خيبر پښتونخوا په نورو برخو کې د مذهبي تاوتريخوالي لړۍ له ډېر پخوا راهيسې روانه ده، چې له امله تر دې دمه زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او دا لړۍ لا دوام لري.