د ګورنر وروستیو څرګندونو ته په کتو د دفاعي چارو کارپوه ریټایرډ بریګېډئېر سید نذیر وايي، چې دمګړۍ د حکومت له لوري عملي ګامونه نه ښکاري
پېښور: د خېبر پښتونخوا ګورنر انجینئر شوکت الله وايي، چې د تره ګرو بزدلانه فعالیتونه به هېڅکله حکومت د ولس د ځان او مال د حفاظت د ذ مه وارئ ترسره کولو نه منع نه کړي او په صوبه کې د امن او استحکام لپاره به د امن او مذاکراتو لپاره کوښښونو ته لومړیتوب ورکول کېږي خو د وضعې په کتلو سره دوی نور ګامونه هم اخلي.
بېګا ماښام د پښتونخوا ګورنر په کور کې د ترهګرۍ د تازه پېښو د جاج اخیستنې لپاره د هغه پر کور رابلل شوې وه. چې پکې د پېښور کور کمانډر لیفیټنېنټ جنرل خالد رباني او وزیر اعلا پرویز خټک او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
په دی غونډه کې د کوهاټي ګېټ په کلیسا کې ځانمرګو بمي بریدونو، د صوبايي حکومت د ملازیمینو پر بس د بمي برید او په کېسه خوانۍ بازار کې د ریموټ کنټرول موټر بم برید وروستو د رامنځ ته شوي صورتحال په اړه خبرې وشوې.
د ګورنر وروستیو څرګندونو ته په کتو د دفاعي چارو کارپوه ریټایېرډ بریګېډئېر سید نذیر مشال راډیو ته وویل، چې دمګړۍ د حکومت له لوري عملي ګامونه نه ښکاري. دوی ټول ګوندیزې غونډې وکړې. د سیاسی ګوندونومشرانو او پوځي مشرتابه هم مذاکراتو ته د لومړیتوب خبره کړې ده خو دی ویره څرګندوي چې حالات نور د ګډوډۍ پلو روان دي.
((زما خو ویره کېږی چې حالات د یو داسې خرابۍ اړخ ته روان دي، هسې نه چې دا زړه کپړه یا رخت نو رېښې رېښې نه شي. هغه متل دی چې جنګ زوړ شی نو بیا ترې زوړ رخت ترې جوړ شي او زړه کپړه چې ته له یو اړخ نه شلوې نو بل اړخ ته هم شلېږي او هر اړخ ته رېښه رېښه شي، نو هسې نه چې د جنګ او دا حالات موږ ټول قام رېښه رېښه نه کړي، اوس ولس دا سوال کوي چې موږ له امن راوړئ چې په هره طریقه وي امن راولئ ))
د یادونې وړ ده چې په پېښور کې د تیرې اونۍ په دریو بمي چاودنو کې تر یو ۱۵۰ پورې کسان وژل شویدي او په پېښور کې د تیرې اونۍ دې بمی چاودنو ولسي وګړي او تجارتي ټولنه له سختو امنیتي اندېښنو سره مخامخ کړېده.
ولس په دې حیران دی چې څه رنګ د دوه نیم سوه کلو ګرانو چوونکو توکو ډک ګاړی د امنیتی ادارو د څارنې باوجود په پېښور کېسه خوانۍ کې د پولیس تاڼې تر څنګ وچاودیدو-