پر فېسبوک پوچې خبرې

موږ باید تل د بورا غوندې پر ګلونو راتاوو شو نه د مچانو غوندې پر چټلیاتو کېنو.
د بودايي مذهب بنسټګر سدارتا چې د ګوتم بود په نامه پېژندل کېږي، د ښکنځلو په باب د هغه یو وینا ده، چې ویل کېږي، یو چا ورته بدرد او ښکنځلې کولې، نو ده شکنځاکوونکي ته وویل، کله چې یو څوک تاسو ته سوغات درکوي، او تاسو یې نه اخلی نو دا سوغات د چا شو، هغه کس ورته وویل چې د سوغات ورکوونکې، نو بودا ورته وویل دا کوم سوغات چې تاسو ماته راکوئ زه یې نه اخلم او له ځان سره یې کښېږده.

ګرانو مېنوالو په کار ده چې کله موږ پر ولسي رسنیو خپلې څرګندونې کوو، باید له خپل اسلامي او افغاني چوکاټ سره سمې وي، داسې نه چې په ناحقه د یو چا زړه ازار کړو.

موږ باید تل د بورا غوندې پر ګلونو راتاوو شو نه د مچانو غوندې پر چټلیاتو کېنو.

فېسبوک پاڼه د هر یو تن شخصي کورګۍ دی، او هېڅوک نه غواړي چې د هغه کور او کورنۍ دې په بدنامه یاده شي، او د خپل دغ شخصي درشل درناوی په پوچ رد خبرو بې ځایه خرابېږي.

هر کله چې د یو چا پر لیکنه څرګندونې کوو، باید د کوپړۍ تر راډار یې چاڼ کړو او بیا ورته په سړه سینه ځواب ووایو.

د غني خان یو شعر دی

کعبه جوړه ابراهیم کړه زه جوړ کړی یم الله

مانا چې انسان د لوی څښتن په کاینات کې یو له غورو مخلوقاتو ګڼل کېږي او د هغې لوی سبب دا دی چې په موږ کې لوی الله د خپلمنځي خپلوۍ عنصر زېږولی، چې د یوه بل په دړد پوهېږو. او بل ته دړد رسول خپلځان خوږول دي.

خوشال خان خټک بابا وايي:

که دې زړه وي چې بد نه مومې له چا نه
اول ته پرېږده د بدو خصلتونه

له هر چا سره نرمیه ملایمت کړه
ګوندې وي چې په دا خپل کړې د چا زړونه

که دې زړه دی چې د عیب ښکاره نشي
چا ته مه شمېره د خلکو پټ عیبونه