جنګي ګېمونو کې دې د جګړې قوانین ځای کړل شي

د سره صلیب نړیوالې ادارې یو مشر وايي، دا کار ځکه مهم دی چې په نړۍ کې په راتلونکې او اوس وخت کې شا و خوا ۶۰۰ میلیونه پوځیان دا ګېمونه کوي

د پوځي جګړو ویډیويي ګېمونه له حقیقت سره ډېر نېږدې وي. په دې کې هغه څه ویل کېږي او پېښېږي چې په جنګونو کې هم ویل شوي وي او پېښ شوي وي.


که څه هم په دې ویډیو ګېمونو کې وژنې، تباهۍ او ډزې وي خو دا ریښتیا نه وي او همدا وجه ده چې د ګېم کوونکي یوازې د بریا لپاره زیار باسي. د دې بریا لپاره زیاتره وخت لوبه کوونکي د جنګ پر وخت ټول کلي ویجاړ کړي، په ګېم کې موجود ملکي وګړي ووژني او داسې نور کارونه وکړي چې په ریښتینې نړۍ کې جنګي جنایت بلل کېږي.

همدا لامل دی چې د سره صلیب نړیوالې ادارې اوس دریځ خپل کړی دی چې په ګېمونو کې د شویو جنایتونو له سزا بچ پاتې کېدل په ریښتینې نړۍ او ان د جنګ په میدان کې هم بیا پېښېږي.

دا اداره وايي چې په جنګي ګېمونو کې د جنګ قوانینو نه شتون ((داسې یو تاثر جوړوي چې ځورونې او عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې وژنې وغیره د انساني کړو وړو عادي برخې دي.))

نو ځکه دا اداره اوس غواړي چې په دې ګېمونو کې دې د جګړې قوانینو ته هم ځای ورکړل شي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې یو مشر فرانسوا سېنې شواد وايي، دا کار ځکه مهم دی چې په نړۍ کې په راتلونکې او اوس وخت کې شا و خوا ۶۰۰ میلیونه پوځیان دا ګېمونه کوي:

((موږ پوهېږو چې پوځیان چې کله ساعت تېروي نو دا ګېمونه کوي. نو موږ یوازې د جګړې له ډګره دباندې ملکیانو په اړه دا خبره نه کوو. له دې ګېمونو سره موږ د راتلونکو جګړو برخوالو یانې قانون جوړوونکو، پرېکړه کوونکو او هغه کسانو ته دا وینا کوو چې اوس مهال په ریښتینو میدانونو کې جنګېږي.))

په پراګ کې د ویډیو ګېمونو یوه شرکت مشر مارېک شپانېل وايي، د دوی یو ګېم ارما دومره ريښتینی دی چې د هیوادونو حکومتونه یې د خپلو پوځیانو روزلو لپاره کاروي:

((دا ګېمونه په نړۍ کې بېلا بېل پوځي سازمانونه استعمالوي. لکه امریکا، اسټرالیا، برتانیا اصلاً د ناټو په ټولو غړو هیوادونو کې دا استعمالېږي ځکه چې هغوی پوهېږي چې دا ګېمونه د خلکو روزلو تر ټولو غوره لار ده.))

همدا ښايي لامل دی چې سره صلیب د پراګ کمپنۍ ته هم ویلي وو چې د دوی د کیمپېن برخه دې جوړ شي. او بیا د بوهیمیا انټرېکټېف په نوم د کمپنۍ مشر شپانېل په وینا، دوی په خپلو ګېمونو کې بدلون راوست.

دی وايي، په ګېمونو کې پخوا داسې وو چې یوه کس به ټوپک را واخیست او په هر شي به یې ډزې کولې. د ده په خبره، دوی پوه شول چې دا خو ښه خبره نه ده. نو دوی په ګېم کې بدلون داسې راوست چې که یو ګېم کوونکی په جګړه کې پر هر شي ډزې کوي نو هغه دوستانه پوځیان به هم پر ده حمله وکړي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې دا کیمپېن لا ډېر نوی دی نو دا ویل به وخت زبات کړي چې ایا نورې کمپنۍ به هم په خپلو ګېمونو کې بدلونونه راولي او که څنګه؟