ملالې د اروپا تر ټولو غوره سخاروف جایزه یووړه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د تعلیم جهاني مبارزې ملالې یوسفزۍ ته اروپايي پارلمان د ۲۰۱۳م کال په سخاروف جایزه ونازوله.
په دې اړه، د اروپايي پارلمان غړي جوزف داول، چې د یورپ ولسي ګوند مشر دی، وویل،” ملاله د ټولو ځوانانو لپاره د ننګ څلی چې دوی ترې د جرات الهام اخلي. “ ده زیاته کړه، ”هغه لکه یوه ډیوه، تیارې لارې رڼوي. “
د سخاروف په نوم دا معتبره جایزه له ۱۹۸۸ کال راهیسې د روسي ساینس پوه اندرۍ سخاروف په ویاړ هغو کسانو او سازمانونو ته چې د بشري آزادیو لپاره مبارزه کوي، ورکول کیږی.