پردي انګړ کې اختر نشته

پښتانه چې د نړۍ په هر ګوټ کې دي، ارزومند دي چې له خپل وطنه يې د جګړو ټغر ټول او خلک يې وکولای شي په سوله ييزه فضا کې اخترونه ولمانځي.



پښتانه يوه ټپه کوي چې وايي:

د مسافر به څه اختر وي --- چې د بيلتون ليونو سپو خوړلی وينه.


يو د پام وړ شمېر پښتنو په وطن کې يې د خراب اقتصادي وضعيت او روانو جګړو له کبله د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ژوند کول خپل کړی دی.

د سويټزرلينډ په جينوا ښار کې مېشت د حزب الله په نوم يو افغان ډاکتر د وطن په اختر پسې ارمان کوي. نوموړی وايي، له نورو مسلمانانو سره په ګډه د اختر لمونځ وکړي او تر هغې وروسته يو څه وخت له خپلو ماشومانو او ملګرو دوستانو سره تېر کړي.

((تقريباً پينځه شپږ زره مسلمانان دلته جوړ يوه جامع جمات ته راغونډيږي. د اختر لمونځ چې وکړو نو له خپلو ماشومانو سره چکر ته وځو. موږ سره چون فرانس هېواد نژدی دی او د قربانۍ کولو امکانات په کې برابر دي، نو بيا خلک ځي، هلته قرباني کوي او د اختر په دويمه او دريمه ورځ کورنۍ او ملګري سره غونډيږي. کله نه کله خلک بهر ته هم وځي او سيخ کباب جوړوي. خو دا ده چې هغه خوند چې په وطن کې يې د اختر لمانځل کوي، دلته په جينيوا کې، چې د پښتنو شمېر هم کم دی، نه پيدا کيږي.))

د يو بل اروپايي هېواد ناروی په پلازمينه اوسلو کې مېشت د پښتون ولسمل په نوم يو افغان بيا وايي، د دې لپاره چې ماشومان يې د لوی اختر مذهبي او کلتوري ارزښت درک کړي، دغه خوشاليانې هغسې چې په وطن کې يې خلک لمانځي، دوئ هم کوي.

(( زموږ پلار به وويل چې اختر به هم هغسې لمانځو لکه په وطن کې يې چې خلک لمانځي. له دې يې هدف دا وو چې ماشومان مو د اختر ورځې په اهميت خبر شي او خپل کلتور ترې هېر نه شي. دلته مېشت پښتانه د اختر پر ورځ له کاره هم رخصت اخلي او هم هغسې په جم و جوش باندې، ماشومان هم له ځان سره د لمانځه لپاره جمات ته بوځي او تر هغې وروسته اکثره کورنۍ په يوه ځای کې سره ټولېږي. هغه چې وايي، په پردي انګړ کې اختر نشته...
اختر وي، روژه وي، په دې وخت کې سړي ته د وطن نه د لري والي ډېر احساس کيږي.))

د سيال شينواري په نوم يو بل افغان، چې د بريتانيا په لندن ښار کې مېشت دی، وايي چې په لر او بر پښتون وطن روانو جګړو له پښتنو په ګډه د اختر خوشاليو لمانځلو فرصت اخيستی دی.

(( لکه چې تاسو ته مالومه ده، زموږ په وطنونو کې غريبۍ زياتې دي. زياتره خلک له دې ځایه خپل خپلوانو او دوستانو ته پيسې ليږي، هلته ورته قربانۍ کوي. د ټولو دغه خوښه وي چې د اختر لپاره خپل وطن ته ځان ورسوي، خو متاسفانه چې د افغانانو په وطن او پښتونخوا باندې بد حالت دی، جنګونه دي. بس خدای پاک دې په خير باندې دغه خلکو ته، چې دا جنګونه يې جوړ کړي، د نيکو هدايت وکړي او موږ ته موقع په لاس راکړي چې وکولای شو بيرته وطن ته لاړ او اخترونه په ګډه سره ولمانځو.))

پښتانه چې د نړۍ په هر ګوټ کې دي، ارزومند دي چې له خپل وطنه يې د جګړو ټغر ټول او خلک يې وکولای شي په ارامه او سوله ييزه فضا کې اخترونه ولمانځي.