درې کاله وروسته سوات کې ښوونځی وسوځل شو

سوات - د خیبر پښتونخوا په سوات کې نا مالومه کسانو د نجونو یو ښوونځی سوځلی دی.


دا په درو کالونو کې لومړی ځل دی چې په سوات کې یو سکول سوځل شوی دی. د نجونو د لومړنیو زده کړو دا ښوونځی له مینګورې ۲۴ کیلومیټره لرې د خوازه خېلې تحصیل په شالپین کې دی.

نامالومه کسانو د جمعې او شنبې تر منځ د شپې نا وخته دا ښوونځی سوځلی دی چې له کبله یې د سکول وداني ډېره ورانه شوې ده او ټول سامان پکې سوځېدلی دی.

د خوازه خېلې پولیس مشر مذکر شاه مشال راډیو ته وویل، د سکول چوکیدار په وینا دوی د پېښې مقدمه درج کړې ده.

ده وویل، دا سکول د خلکو د کورونو په منځ کې وو او په خپله یې [د کومې ستونزې له کبله] اور نه دی اخیستی بلکې قصداً ورته اور اچول شوی دی. یانې دا مالومه ده چې ځینو کسانو ورته اور اچولی دی.

تر پېښې وروسته پولیسو او د پاکستان پوځ پلټنیز عملیات کړي دي خو تر اوسه څوک د شک پر اساس نه دي نیول شوي.

د خوازه خېلې یوه خبریال رحیم الله شاهین په خبره، دا د کلي لوی ښوونځی وو او لسګونه نجونې ورته زده کړو ته ورتللې. تر اور لګېدو وروسته د کلي خلکو ډېره هڅه وکړه چې اور ووژني خو بریالي نه شول.

تر دې پېښې وروسته ولس اندېښمن شوی دی چې تر امن ټینګېدو وروسته اوس دا بیا څه شوي دي.

د دې پېښې پړه لا چا نه ده منلې.

په سوات کې څلور کاله مخکې پورې (هغه وخت د وسله والو هلې ځلې زیاتې وې، او بیا عملیات پیل شول)، د دولت له وینا سره سم، وسله والو طالبانو ۱۸۴ ښوونځي په بشپړه توګه یا سوځلي او یا هم په بمونو الوزولي ول.

د دې له کبله زرګونه زده کوونکي اغېزمن شوي ول.