رباب غږول او جوړول دواړه خوند لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کراچۍ په ګڼ میشته پښتنه سیمه پټان کالونۍ کې له شور ماشوره ډک بازار په یوه کوڅه کې د سهیل خان د رباب جوړولو دوکان دی، چې له تېرو ۶۵ کلونو راهیسې پر همدې ځای او پر همدې شکل واقع دی. د سهیل خان کورنۍ د دیر ضلعې له تالاش سیمې لسګونه کلونه وړاندې کراچۍ ته کوچېدلې وه. هغه وایي، پلار یې ربابونه جوړول شورو کړي وو او د خپل پلار نیکه هنري کسب جاري ساتلی دی. کراچۍ کې د مشال خبریال ظفر کریمي یې ویډیويي راپور جوړ کړی