د امريکا په لاس انجلس ښار کې نړيوال هوايي ډګر باندی يو وسله وال ناتاره ډزې کړيدي چې په ترڅ کې یې د ايرپورټ يو امنيتي ساتونکی وژل شوی او ۷ نور کسان ژوبل شويدي.
پوليسو ويلي مشکوکه وسلوال ۲۳ کلن پال سيانسيا په ژوبل حالت کې نيول شوی.
د هوايي ډګر مشر ويلي پوليس په دې عقيده دي چې وسله وال دغه کار ځانله په ځانله کړی دی. د پيښې دوران په هوايي ډګر د الوتکو الوتنې ځنډول شوې وې.