د سندرو امېل پاڼې ته ښه راغلاست.
په نننۍ خپرونه کې په افغانستان کې د یوې هنري ټولنې په اړه مالومات درکوو چې د موسیقۍ درسونه ورکوي.
د دې ټولنې مرکز په کابل کې دی او دا ټولنه په بېلا بېلو ولایتونو کې کنسرټونه جوړوي.
د ټولنې ویاند ایوب فضلي وايي، د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې دفترونه لري او دوی د افغانستان ملي ټیلي وېژن لپاره د موسیقۍ خپرونې جوړوي.
دی وايي، دوی هڅه کوي چې افغانو هنرمندانو ته د فولکلوري موسیقۍ الات ور وپېژني.
د فضلي په خبره، افغان هنرمندان پاکستان ته ځي او هلته موسیقي جوړوي نو دوی هڅه کوي چې داسې لارې برابرې کړي چې هنرمندان د خپل وطن ولسي او دودیزې آلې وکاروي.
دی اندېښمن دی چې د بهرنۍ یا غربي موسیقۍ یرغل د افغانستان دودیزې آلې له منځه وړي او دوی هڅه کوي چې د دې کار مخنیوي وکړي.
په دې اړه نور تفصیل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د سندرو امېل په خپرونه کې سندرې هم درخپروي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.