ننګرهار:په ټاکنوکې د ښځو دونډې په اړه سيمينار وشو

په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د پياوړتيا په اړه په جلال اباد کې دوه ورځينې سيمينار تر سره شو.

په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د پياوړتيا په اړه په جلال اباد کې دوه ورځينې سيمينار تر سره شو.


دغه سيمينار د ايشيا فونډيشن په مالي مرسته او د ودان افغانستان په نوم د يوې غير دولتي موسسې په تخنيکې مرسته د نومبر په دريمه نيټه پيل شوی و او په څلورمه نيټه پای ته ورسيدو. په سيمينار کې علماء کرامو په ولسونو غږ وکړو چې په راتلوونکو ټاکنو کې دې ښځې وهڅوي چې د رايو ورکولو کارتونه واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې يې وکاروي.

دغه سيمينار چې د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د پياوړتيا په اړه جوړ شوی و، پنځوس تنو علماو کرامو او د مدني ټولنو ښځينه او نارينه استازو په کې ګډون کړی و.

په ننګرهار کې د ودان افغانستان د موسسې ساحوي مشر ډاکټر شيرعلي مومند مشال راډيو ته وويل چې د دوه ورځو مباحثې او ګروپي کارونو وروسته علماء کرام دې نتيجې ته ورسيدل چې د اسلام له نظره ښځې کولای شي چې هم ځان کانديد کړي او هم نورو ته رايه ورکړي. نوموړي وايي:

(( ټاکنې د اسلام له نظره، په ټاکنو کې د ښځو رول، دا سيد احمد هاشمي د شريعاتو د پوهنځي استاد، همدارنګه سيد اکرم هاشمي د شريعاتو پوهنځي استاد او استاد سيد احمد فاطمي چې د شريعاتو پوهنځي ريس دی، دې دريو استادانو په دې باندې مفصلې ويناوې وکړې او دې علماوو ترينه پوښتنې وکړې، ازاد بحث و. پرون زموږ دا موضوع وه او نن د هماغو موضوعاتو تسلسل و چې دا يو ګروپی کار و په خپله ژبه علماوو وويلې چې په انتخاباتو کې ګډون جايز دی، په انتخاباتو کې د ښځو ونډه جايزه ده، ښځې بايد کانديدې شي خو بايد شرعي حجاب په نظر کې ونيسي.))

د سيمينار يو تن ګډونوال مولوي محمد توکل افغاني مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې هر چا ته دا حق ورکړل شوی چې داسې يو ضحيم وټاکي چې خپل ملک له نورو ملکونو سره سيال کړي.

(( هر مسلمان د رايې د ورکولو حق لري او د خپل ضحيم د ټاکلو لپاره ورته دا حق مصلم ورکړل شوی او مصلم ثبوت دی.د مذاکرې او مفاهمې له لارې يو ښه با استعداده تعليم يافته شخص د خپل ضحامت له پاره انتخاب کړي چې هغه د خپلې ټولنې د پياوړتيا او د خپل ملک د سالم خدمت جوګه وي او خپل ملک د سيالۍ په ډګر کې له نورو ملکونو سره سيال وګرځوي.))

د ننګرهار د ښځو چارو د رياست د فرهنګي چارو مشره تورپيکۍ شينواري وايي، که اړوندې ادارې له دوی سره لاس يو کړي، دوی به د ننګرهار ليرو پرتو ولسواليو ته ولاړې شي او ښځې به په ټاکنو کې د برخه اخيستو په خاطر وپوهوي.

(( د ښځو چارو رياست ټولو اداراتو سره چې که دوی وغواړي موږ سره خپله همکاري اعلان کړي، موږ ورسره همکار يو او کولای شوو چې د ننګرهار ګوټ ګوټ ته، ليرې پرتو ولسواليو ته لاړ شوو او دغه ميسيجونه (پيغامونه) وروسوو، تر څو خويندې وهڅوو چې د انتخاباتو پروسه کې ګډون وکړي او راتلونکي انتخابات په شفافه توګه سر ته ورسيږي.))

دغه سيمينار ته د ننګرهار د حج او اوقافو رياست څخه ديرش تنه علماء کرام او شل تنه د مدني ټولنو فعالين رابلل شوي وو چې ټول په دې سره سلا شول چې د ۱۳۹۳ کال په ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې او هم د ۱۳۹۴ کال په پارلماني ټاکنو کې ښځې پوره ونډه واخلي.