ولسي جرګې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر استیضاح کړی دی.
جماهیر انوري نن د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډي ته حاضر شوی او اوس د وکیلانو پوښتنو ته ځواب وايي.
ولسي جرګې پر نوموړي تور لګولی چې په اداري فساد کې لاس لري او د کډوالو د ستونزو په حل کې یې لازم کارونه نه دي کړي.
که چېرې ښاغلی انوري نن د ولسي جرګې د غړو ته قناعت ورنه کړي، ښايي دغه جرګه له نوموړي څخه د اعتماد د سلبولو لپاره د رایې صندق کیږدي.