د ملا فضل الله په مشرۍ کې د امن خبرو هېله نشته. حاجي عدیل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نېشنل پارټۍ لنډمهالی مشر سېنېټر حاجي محمد عدیل وايي، په ډرون برید کې د طالبانو د مشر حکیم الله مسود له وژل کېدو وروسته د هغه پر ځای د ملا فضل الله د مشر په حیث راتګ له پاکستانیو طالبانو سره د روغې جوړې امکان په ټپه ودرولی. دا خبرې نوموړي دلته د مشال راډيو پراګ سټوډيو کې زموږ له همکار مجید بابر سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.